د خټينې حجرې طالب، د مرحوم امير المؤمنين د وفات د 8 تلين په مناسبت

ليکوال: عطاءالله مبارز د بشر په تاريخ کې ډېرو ځواکمنو انسانانو د خپلو جرارو لښکرو په مرسته ډېر ښارونه ړنګ کړي، په سلګونو زره انسانان يې وژلي او بې شمېره نور يې غلامان کړي دي، خو اوس يې موږ د قهرمانانو او تاريخ جوړونکو په نوم نه، بلکې د ظالمانو او منفورو شخصيتونو په نامه […]

ليکوال: عطاءالله مبارز

د بشر په تاريخ کې ډېرو ځواکمنو انسانانو د خپلو جرارو لښکرو په مرسته ډېر ښارونه ړنګ کړي، په سلګونو زره انسانان يې وژلي او بې شمېره نور يې غلامان کړي دي، خو اوس يې موږ د قهرمانانو او تاريخ جوړونکو په نوم نه، بلکې د ظالمانو او منفورو شخصيتونو په نامه پېژنو.

ځينې نور بيا داسې تېر شوي، چې هيڅ راز مادي او افرادي قوت يې نه درلود، خو د ويرې او ترهې خپرولو پرځای يې خلکو ته مينه ورکړې او د ظلم پرځای يې د عدالت پاکه او سپېڅلې لمن نيولې، همدا کسان تاريخ راتلونکو نسلونو ته د قهرمانانو او سترو شخصيتونو په نامه ثبت کړي دي او وروسته راتلونکي بريالي انسانان خپلو اهدافو ته د رسيدو لپاره د همدوی ژوندليکونه لولي.

شپږ لسيزې وړاندې ۱۳۷۹ هجري قمري (۱۹۶۰م) کال کې د هيواد په جنوب کندهار ولايت خاکريز ولسوالۍ کې همداسې يو ستر شخصيت دنيا ته سترګې وغړولې، له ماشتوبه يې د ستونزو او کړاوونو داستان پيل شو، بې کسي، يتمي او له کچې وتلی غربت هغه څه و، چې راتلونکي کې يې د يو نړۍ بدلوونکي شخصيت زيری له ځان سره درلود.

د خټينې حجرې دغه بې نومه او بې ځواکه طالب، پر افغاستان د شوروي لښکرو د يرغل پرمهال له ديني او ملي ارزښتونو څخه د دفاع په خاطر د مبارزې ميدان ته راودانګل او په دغه سپيڅلې لاره کې يې يوه سترګه هم قرباني کړه. د سرو لښکرو له ماتې وروسته يې د ظلم په وړاندې يې قيام وکړ، ولس ته يې د وحشت پرځای مينه راوړه، ټولنه يې د جګړې پر ځای له يو مثالي امنيت څخه برخمنه کړه او نړۍ ته يې د اسلامي نظام عملي نمونه وړاندې کړه.

خو اسلام سره د ژورې او نه ختمېدونکې دښمنۍ له امله کفري نړۍ دا نشوای زغملی، چې د نړۍ په يوه برخه دې رښتينی اسلامي نظام پلی وي؛ نو ددې نظام ړنګولو ته مټې راونغاړلې او په دې لاره کې يې ډول ډول پلمې ولټولې، چې بالآخره ۲۰۰۱م کال کې د امريکا په مشرۍ کفري نړۍ پر افغانستان يرغل وکړ او د اسلامي امارت له عدالت او امنيت ډک نظام يې نسکور کړ.

بيا هم همدا بې کسه او ناداره، خو له الهي مرستې برخمن طالب (اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد) ددغه ښکېلاک پر ضد د جهاد او مبارزې اعلان وکړ او همدا سخته مبارزه يې له اوږدې مودې وروسته په خورا تدبير، متانت او شهامت د بريا او فتحې تر درشله ورسوله. نن که څه هم دا ستر شخصيت له سترګو پنا دی؛ خو کارنامې، شاهکارونه يې ژوندي دي او سلګونه کلونه وروسته به هم راتلونکو نسلونو ته د ازادۍ او خپلواکۍ درس ورکوي.

له مغرورې نړۍ جوړه ده سوالګره
خپلواکي مو ترېنه واخيسته په نره

اې تر تورو خاورو لاندې قلندره!
سر راپورته کړه ملامحمد عمره!