د امریکا د خزانې وزارت د راپور په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د امریکا د خزانې وزارت په یوه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د القاعدې تنظیم غړي شتون لري او ګواکې پیاوړې شوي دي. موږ دغه راپور په کلکه ردوو، یاد راپور د غلطو معلوماتو په اساس د مغرضو او جنګ غوښتونکو کړیو لخوا برابرشوي دی. له ۲۰۰۱م کال وروسته چې په افغانستان کې […]

د امریکا د خزانې وزارت په یوه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د القاعدې تنظیم غړي شتون لري او ګواکې پیاوړې شوي دي.
موږ دغه راپور په کلکه ردوو، یاد راپور د غلطو معلوماتو په اساس د مغرضو او جنګ غوښتونکو کړیو لخوا برابرشوي دی.
له ۲۰۰۱م کال وروسته چې په افغانستان کې پراخه جګړه پيل شوه، او ورپسې په ځینو عربي هېوادونو کې تحولات راغلل، د القاعدې تنظیم غړي او د نورو بهرنیو هیوادونو اتباع چې لا له وړاندې په افغانستان کې اوسیدل، بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شول.
اوس په افغانستان کې د القاعدې تنظیم هيڅ غړی شتون نه لري او نه هم دلته د نورو هیوادونو اتباعوته اړتیا شته چې وه اوسیږي.
متأسفانه ځينې کړۍ د خپلو منافعو او شومو اغراضو لپاره د دا ډول پروپاګند له لارې په افغان ولس د تپل شوي جنګ دوام، او په دې توګه د ذهنيتونو خرابول او بې ځایه تشویشونه اچول غواړي، د جنګ غوښتونکو افرادو اوجهتونو څخه جعلي راپورونه راټولوي او نورو مراجعوته یې لیږي.
موږ د دوحې د تړون په بشپړ ډول عملي کول د روانې ستونزې معقول حل او د افغانستان او امریکا د ملتونو په خیر او نفع بولو.
اسلامي امارت یوځل بیا ژمنه کوي چې د دوحې تړون ټولو محتویاتوته به متعهد پاتې کیږي، هیچاته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د امریکا او د هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ پيښ کړي، یا دلته مراکز جوړ کړي.
اسلامي امارت په ډاګه کوي چې بايد اړونده اړخونه د دوحې تړون او په هغه کې خپلو خپلو ذکر شويو مسئولیتونو ته ژمن پاتې شي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴/۶/۱۴۴۲هـ ق
۸/۱۱/۱۳۹۹هـ ش ــ 2021/1/27م