داشغال تداوم د جنایتونو تسلسل

عبدالرحیم (ثاقب) د یوناما د وروستي راپور له مخې په تیرو ۹ میاشتو کې اته زره افغانان وژل شوي دي چې دا د ګډ حکومت د وروستي کال هغه بدمرغه محصول دی چې افغان ولس ته یې د یوې کور ورانوونکې لاسته راوړنې په توګه پریږدي. پورتني بوږ نوونکي ارقام د ټرمپ د هغې جنګي […]

عبدالرحیم (ثاقب)

د یوناما د وروستي راپور له مخې په تیرو ۹ میاشتو کې اته زره افغانان وژل شوي دي چې دا د ګډ حکومت د وروستي کال هغه بدمرغه محصول دی چې افغان ولس ته یې د یوې کور ورانوونکې لاسته راوړنې په توګه پریږدي.

پورتني بوږ نوونکي ارقام د ټرمپ د هغې جنګي ستراتیژي د محصول دي چې په افغانستان کې یې د دولتي حاکمیت د ټینګښت په پلمه پلې کړې او د ګډ حکومت لخوا تائید شوې ده.

ټرمپ او ګډ حکومت نورهم غواړي د دغې جنګي ستراتیژي تر سیوري لاندې هم انتخاباتي مسخره او هم د سولې په نوم تیرایستونکي ډرامه جاري وساتي.

خو هغه حقیقت چې هم امریکایان ، هم نړیواله ټولنه او هم په افغانستان کې امریکاپلوه اردلیان باید ورباندې سر خلاص کړي هغه دا چې: 

امریکايي اشغال د یوه نامشروع عمل په توګه پر افغان ولس تحمیل شوی دی اوس که د دې اشغال په ترڅ کې امریکایان هره پروژه دلته پلي کوي پایله به یې افغان وژنه ، د افغانستان نا امني او د سیمې او نړۍ مزیده بي ثباتي وي.

امریکایانو د خپل ۱۷ کلن وحشیانه اشغال په ترڅ کې تر مختلفو پلمو لاندې ډیرې پروژې عملي او تجربه کړي ، دا پروژې که څه هم چې د امنیت د ټینګښت ، بیارغوني ، حکومت جوړونې او نورو ظاهرا سوله ییزو عنوانونو تر نوم لاندې پلې شوې خو پایلې یې ټولو عکسي (منفي ) دي او همدا لامل دی چې د ملیاردونو ډالرو تر لګښت وروسته هم زمونږ هیواد په اداري فساد، ناامني، فقر، بیکاري او فاسدې حکومتولي کې نړیوال ریکارډ لري.

د امریکايي جنایتګرو د تبرئې هڅې

د نورو کلونو په پرتله سږني ۲۰۱۸کال د امریکايي جنایتونو په تر سره کولو کې یو ځانګړی حیثیت لري.

ځانګړی حیثیت یې دا دی چې په نورو کلونو کې به که چیرته د امریکايي اشغالګرو په بمبار او یا دهغوی په نورو ځمکنیو عملیاتو کې ولسي خلګ ووژل شول هم به ورباندې د کابل رژیم لخوا نیوکې کیدې او هم به خپله امریکایانو ځان په دې کار سره ملامت ګاڼه .

خو د جان کیري په لاس د جوړشوي حکومت په راتلو او د امنیتي تړون په لاسلیکولو سره دا تعامل له منځه ولاړ .

همدا وجه ده چې اوس نه امریکايي ځواکونه د ولسي وګړو په وژلو سره ځان ملامت ګڼي او نه هم د هغوي په لاس جوړشوی ګوډاګی رژیم ورباندې د نیوکې جرئت کولای شي ، ځکه هغوي مخکي ترمخکي په رسمي ډول امریکايي یرغلګرو ته د افغانانو خلاف د هرډول جنایت له ترسره کولو څخه خوندیتوب ورکړی دی .

همدا لامل دی چې اوس امریکایان افغان وژنه د یوه ستراتیژیک تکتیک په توګه تر سره کوي او په مقابل کې یې هیڅ چاته هم ځان د حساب ورکول مسؤل نه بولي.

هغوی اوس یواځې ولسي افغانان نه ؛ بلکې د رژیم هغه پوځي سرتیري چې په امریکايي حمایت او دفاع کې ولاړ دي هم وژني او ښکاره دولتي مرکزونه یې ورته بمبار وي.

د جانكيري په لاس جوړ شوي حکومت په واکمنۍ کې وضعیت دومره خراب شوی چې د امریکایانو په لاس تر سره شوی جنایت هم د رژیم دفاعي چارواکي ځان ته منسوبوي او چیرته چې امریکايي یرغلګر دولتي سرتیري بمبار کړي د دې لپاره چې دا بمبار د امریکایانو خلاف د کرکې ذهنیت نه را وپاروي خپله د رژیم دفاعي ویاندویان رسما اعلان کوي چې دا بمبار افغان ځواکونو کړی او په دې سره د امریکایانو په لاس تر سره کړی جنایت د هغوی د تبریئ په خاطر پر خپل ځان اخلي.

د کابل رژیم په دې اقدام سره لیدل کیږي چې ورځ تربلې د افغانانو خلاف دامریکايي اشغالګرو په لاس د تر سره کیدونکو جنایتونو ګراپ لوړیږي او هره ورځ د هیواد په مختلفو سیمو کې د امریکايي ړندو بمباریو او شپنیو عملیاتو په ترڅ کې په لسګونو ولسي خلګ مړه او ژوبل کیږي.