داتل غازي شهید قاري خیرالله مُنیب (مُورچل) تقبله الله ژوند پاڼه اومیړانه

لیکوال: جاوید جان حقاني  زمونږهېواد دهرطاغوت په مقابل کې له مودونه دجهادي شهکاریو ډګرپاته شوی ،داتلولیو اومېړانو په مټ یې لویي امپراطورۍ راپرځولې. داچې داسلامي امارت دحاکمیت په نېکمرغه دوره کې زموږدهېواد په نوي سلنه خاوره کې سوچه اسلامي حکومت او بشپړ امنیت راغلی ونړیوال کفر ونشو زغملایاوپرضدیې نړیوال صلیبي ائتلاف رامنځته کړاو دهغه په […]

لیکوال: جاوید جان حقاني 
زمونږهېواد دهرطاغوت په مقابل کې له مودونه دجهادي شهکاریو ډګرپاته شوی ،داتلولیو اومېړانو په مټ یې لویي امپراطورۍ راپرځولې.
داچې داسلامي امارت دحاکمیت په نېکمرغه دوره کې زموږدهېواد په نوي سلنه خاوره کې سوچه اسلامي حکومت او بشپړ امنیت راغلی ونړیوال کفر ونشو زغملایاوپرضدیې نړیوال صلیبي ائتلاف رامنځته کړاو دهغه په ملتیایې پرافغانستان وحشیانه یرغل وکړچې په ترڅ کې یې افغان ولس ته زړه بوږنوونکي بدمرغۍ راوړې په لکونو افغانان یې شیهدان او ټپیان کړل په زرهاوو یې بندیان کړل لیکن افغان یې په وړاندې مات نشول ، افغانانو دامریکاغرور ته غاړه ښکته نکړه دادی دتیرو اتلس کلو راهیسې په تول هیواد کې داسلامي امارت تربیرغ لاندې دامریکا او دملګروپه خلاف یې تاریخي جهاد دوام لري او لله الحمد امریکا پکې دبري په ځای دشکست او زوال سره مخ ده او هره ورځ یې دجګړې په دګر کې لسګونه عسکر وژل کېږي اوهم ورته دڅو سوه ملیونه ډالرو په ارزښت مالي خساره اوړې
څنګه چې دجنګ په میدان کې ګوړې نه ویشل ضروردواړولوریوته زیانونه پیښوي خلک پکې له منځه ځې، په لوی شمير کې کورنۍ دویرونو په ټغر کینوي نو طبعاً دامریکا پخلاف په تیرو ۱۷-۱۸ کلو کې په لوی شمیر کې درانه علماءِ کرام، دعظیم الشان قرآن حافظان او دنبوي علومو سپېڅلې طالبان په شهادت ورسېدل او دګران هیواد دازادۍ لپاره ډیري پاکې او معصومې ویني توی شوې الله تعالی دي دهغوی دقربانیو په برکت افغانستان دامریکایانو دمنګلونه ازاد کړي او پکې یوځل بیا دي داسلامي سپېڅلی نظام راولي دلته زه څو کرښي دامریکا پخلاف دروان جهاد دیوه اتل او قهرمان مجاهد( قاري خیر الله منیب رح) پر ژونداو کارنامو څو توري کاږم.

زوکړه:

اتل شهید قاري خیرالله مُنیب مُورچل تقبله الله د دوست محمدزوی، دمحمدعمرلمسی په ۱۷ دربیع الاول ۱۹۷۸میلادي کال دنورمحمد تره کي دواکمنۍ پرمهال دکندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ دنېدو کلي په یوه متدینه، او غریبه کورنۍ کې دنیاته سترګي وغړولې،نوموړی دمصمم هوډ خاوند،له ملګرو اوعام ولسي وګړو سره یې زړه راکښونکی تعامل درلود،تل مُدام به یې پرتندي خوشالې خوره وه اوپرخوله به یې هروخت تبسم وو، شهیدقاري صاحب تقبله الله د پلار دشپږوزامنوڅخه یوازېنی ځوی پاتې و، اوپنځه ورونه یې له ده څخه مخکې دآخرت په سفرتللي وه، یوازې یې په ده پورې د ژوند ټول ارمانونه تړلې وو، داچې پلاریې دین دوست او لمونځ ګزار انسان و په شهیدقاري صاحب باندې یې د دنیاچاري ونکړې یوازې دالله تعالی لاري ته یې وقف کړی وو، لومړنۍ زدکړي یې دکلې دملاامام څخه او بیا دنورود دینې کتابونو ویلولپاره دسیمې جیدعالم مرحوم مولوی عبدالمالک صاحب ته مراجعه وکړه په ۱۹۹۷میلادي کال کې افغان پولې ته څېرمه سرحدي ښارچمن کې دجیّد قاري ممتازاحمدسرحدي دقرأت دستار ورپه سر کړل شو،نوموړې په همدي کال یو شپه په خوب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیارت وکړاو ورته رسول الله[ص]دمدرسې جوړولوامر وکړ ، سهاریې خوب دخپلو ملګرو او استاذانو سره شریک کړ له استخارې کولو وروسته هغوی ورته دمدرسې جوړولو مشوره ورکړه، کله چې نوموړی خپل کلي ته راستون سو په تش لاس یې سمدستې پرخپله ځمکه دمدرسي دجوړولو کارپیل کړ،په ۲۰۰۱میلادي کال  کې کله چې اشغالګرو زموږ پروطن یرغل راوړ هماغه کال دنوموړي په مدرسه کې په لومړې ځل دفاضلانو لپاره دجلسې غونډه دائره شوه چې شاوخوا۴۰کسانو ته دفراغت دستارونه ورپه سرسول.

جهاد:

کله چې نړیوال ائتلاف پر ګران هېواد افغانستان یرغل راوړ شهید قاري صاحب له خپلي کورنۍ سره دهجرت دیارته کډه وکړه له هماغه ځایه اولاً دشهیدحافظ عبدالرحیم تر قومندې لاندي دکندهارپه ولایت کې په وسلوال جهادي مقاومت لاس پورې کړ نوموړی په ۲۰۰۴میلادي کال کې پاکستان کې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو او شاوخوا اتلس میاشتي دزندان کړاونه تېرکړل،وروسته دسېمي دعلماءکرامو او مخلصو ملګرو په زیار سره له بنده ازاد او دحاجي یوسف( وفا) [حالاً دغزني ولایت نظامي مسؤل]ترقومندي لاندي کندهار ولایت پنجوایي  ولسوالۍ کې خپل وسلوال جهادي مقاومت ته ادامه ورکړه،شهید قاري صاحب ددښمن په خلاف دکندهارولایت په بولدک،ښوراوک،شاه ولېکوټ،ژړۍ،ډنډ،پنجوایي او میوند ولسوالیو کې جهادي فعالیتونه ترسره کړل،په ۲۰۰۹ کال کې داسلامي امارت لخوا دسپین بولدک ولسوالۍ نظامې ولسوال وټاکل سو،په دغه کال کې صلیبي یرغلګروته دسراو مال درانه تلفات واړول ، او په ۲۰۱۰کال کې چې کله نوموړی د ډنډولسوالۍ لپاره نظامې مسؤل په توګه وټاکل سو دصلیبي یرغلګرو لخوا ترډېر جدي تعقیب لاندي وو هرشپه یې په نوموړی پسې په مختلفو ساحوکې چاپي اچولي آخر نوموړی دکندهارپه ښارکې دننه چې یو کورکې مېلمه وه دیرغلګرو لخوا چاپه ورباندې ووهل سوه او له هغه ځایه دهېواد کرغېړن زندان باګرام ته انتقال کړ،پنځه کاله د باګرام زندان کې له تېرولو وروسته دهېواد یوه بل وحشې زندان پلچرخې ته انتقال سو،هلته زندان کې هم یرغلګرو صلیبیانو هم دنوموړې په ربړولو اوشکنجه کولو کې څه صرفه ونکړه خو د راسخي عقیدې خاوند او دالله پر وحدانیت کلک ولاړ و،دشهیدقاري صاحب تقبله الله دژوند یو نږدې ملګری وایې چې ما له نوموړی څخه یو وخت پوښتنه وکړه چې قاري صاحب دباګرام دوحشې زندان یوه خاطره خو راته بیان کړه وویل قیصه درته کوم خو له ځان سره یې خوندي وساته  او کیسه یې داسي راته پيل کړه :

صليبي یرغلګرو زماڅخه د اقرار کولو په غوښتنه کې یو خواکې قبرجوړکړ دا دهغه چا لپاره جوړشوی  وو، کوم زنداني چې به اقرار نه کاوه وای زه چې هلته ورشېوه کړم داسې توره تیاره خوره وه چې آن مادخپل لاس ګوتي هم نشوای  لیدلای د دغه قبر په سرکې یوه خفیه کیمره ځای پرځای کړې وه چې لدې لاري دوی زماحالات ځانته معلومول وای نه مې خوراک وو نه خوب کله چې به دلمانځه وخت سو مابه هسې اذان شروع کړ، وخت نه راته معلومیده چې دکوم لمانځه وخت دی دغه سلسله شروع وه چې ماته دروازه راخلاصه کړه یرغلګرراغلل او زه یې دباندي  راوایستم یوې کوټې ته یې راوستم له مایې دترجمان په توسط پوښتني شروع کړې ویل چې ته ولې دغه اذانونه کوي تاته دا وخت څنګه معلومېږي وایي ماورته وویل زه هسې اذان شروع کړم ماته هیڅ وخت نه رامعلومېږي بیایې راته وویل نور به دغه اذانونه نه کوې  ماورته وویل دازمونږ دهغه رب دعظیم عبادت یو اعلان دی دکوم رب ج لپاره چې زه دغه زندان ته راغلی یم زه نشم کولای چې دغه اعلان پرېږدم بیایې راته وویل چې کله ته دغه اعلان شروع کړې مونږ داسمان په ستورو وزړېږو ناري وهو هرڅه له لاسه ورکړو،نوموړی وایې کله چې دغه سلسله پنځوسو ورځو ته ورسېده ورسره یې سم زه له هغه قبره بهر راویستلم خپلې کوټې ته یې راوستم، ددې ترڅنګ شهیدقاري صاحب د زندان په موده کې دقرآن کریم حفظ هم مکمل کړ او ترڅنګ یې نورو زندانیانو ته هم هلته کتابونه درسول،پردې سربیره له هغه ځایه دخپلو بچیانو لپاره ددیني زدکړو هلې ځلې هم کولي.
دپلاردسرسیوری یې هغه وخت د نړۍ وکوچید، کوم وخت چې نوموړی د زندان تورې شپې سباکولې هېچابه دغه طمع نکوله چې دغه له کلونو راهیسې ورک اونه ستړي کېدونکی مجاهد به یوځل بیا خپلو بچیانو او قریبانو ته ځان رسوې او دهغوۍ سترګي به دخپل ځان په لیدو سړوي،خو دا چې تدبیر تل د تقدیرپه مقابل کې سر خوړلی،د۲۰۱۶ء کال د۷میاشتې پر۴نېټه له څو نورو اسیرانو سره دباګرام له وحشي زندانه ازاد او ترخپلو بچیانو، قریبانو راورسیدی ،بچیان یې خوشاله سول چې کله خپل بابا مو ولیدو، دخپل بابا دازادۍ خوشالۍ یې ولمانځله، لږ موده وسوه چې دریو واړو زامنو یې په یوه پله دکراچې په بنوري ټاون مشهوره مدرسه کې دنبوی وراثت پګړۍ پرسر او له دیني زدکړو څخه فارغ سول دقاري صاحب شهید دغه ارمان هم پوره سوکوم چې په زندان کې هم ددغو دریو واړو بچیانو په اړه ورسره وو.لدې وروسته بیاهم شهید قاري صاحب ندی ستړی سوی او بیا په خپله جهادي مبارزه لاس پوري کړ یو ملګری وايي: ماورته وویل لږ وخت څه ارام وکړه کورنۍ،قریبان او بچیان هم درباندي حق لري بیا به خپل کارونه شروع کړې،دا ملګری وایي چې شهید قاري صاحب به په ظاهره رارسه ومنله او ویل به یې سمه ده ، خو چې کله نوموړی یوجهادي سفرسر ته رسوې بیاراځې او زه خبرېږم حیران پاته سوم چې داسې ژردي  بیاڅنګه خپلو کارونو ته ملاوتړله .. نو دغه ملګری یې وایې چې زما ورسره ۲۱ کاله دملګرتیا وسول په داټول وخت کې یې یو ورځ داسې ندي ویلې چې زه نور ستړی سوم بس په کورکښېنم.
په ۲۰۱۷میلادي کال کې چې کله نوموړی بیا په خپل جهادي مقاومت لاس پورې کړ داسلامي امارت لخوا یو ځل بیا دسپین بولدک ولسوالۍ لپاره دنظامي مسؤل په توګه وټاکل سودغه کال یې بیا دښمن د ارامې خوب ته ندی  پرې ایښی خپل کارنده بریدونه یې ورباندې تر سره کول،دروان کال۲۰۱۸ کې یو ځل بیا داسلامي امارت لخوا دسیاسې کمېسیون غړیتوب هم ورکول سو چې په دې ترڅ کې نوموړې څو ځله له هېواده بهر سفرونه هم کړې وه او لاسته راوړنې هم دځان سره لرلې،ددې سره سره دکندهارولایتې کمېسیون لخوا دڅلورو ولسوالیو لپاره دنظامي کمېسیون غړی وټاکل سو ترڅنګ یې دکندهاربندتیمور، دبولدک ناوي په سېمه کې هم خپل نظامي فعالیتونه ترسره کول.
شهکاري:

دشهیدقاری صاحب ژوند له شهکاریو ډک وو،دهغو له جملي څخه یوه شهکاري داهم ده چې کله نوموړی په ۲۰۰۹کال کې دبولدک ولسوالۍ نظامي مسؤل وو هغه وخت یې دناوې په سیمه کې دبوشکي په واسطه یو امریکایي زغره وال ټانګ تخریب اوپکې ناست ټول اشغالګر سره له یو لوړرتبه امریکایې د دوژخ کندې ته ورټېل وهل،اشغالګرو ته قاري صاحب له همدې وخته تر تعقیب لاندي وو ځکه دوی هغه وخت دهغه[بوشکي] ټوټي راجمع کړې او په خپلو عصرې ماشینونو یې ددغه بوشکي اصلې کارکونکي معلوم کړل،کله چې قاري صاحب د باګرام له زندانه خوشې کېږې دباګرام اډې مخې ته له کابل څخه دملې امنیت یو دتورو شیشو والا موټر راځي او قاري صاحب ته وایې چې تا مونږ کابل ته وړو له هماغه ځایه دې خوشې کوو قاري صاحب کیسه  کوي چې کله کابل ته یې راوړم یو ځای کې کښېنولم چې ګورم یوه امریکایې ښځه راغله دا دهغه لوړرتبه امریکایې مېرمن ده چې خاوند یې دماین په چاودنه کې خپل ژوندله لاسه ورکړ دی  ، له امریکا څخه یې زما په نامه یوه پاڼه راخېستي وه،ماته یې وویل چې دغه پاڼه وګوره پدې کې موږ هغه شواهد لرو کوم چې ستاپه لاس دغه ماین جوړ سوی او بیا په مځکه کې ښخ سوی وو  او په چاودنه کې یې زما خاوند خپل ژوندله لاسه کې ورکړ  نو زمادخاوند اصلې قاتل ته یې قاري صاحب وایې چې ماوچ کلک انکار وکړ آخر ښځه په ژړا سوه او ویل چې اوس ته مالخوا معاف یې وروسته یې یو افغانی  دربارې مُلاراته راوست هغه جُبّه /چپنه هم له لځانه تاو کړې وه او ماته دنصیحت په ژبه ګویان سو راته یې وویل  نورله دغو کړنو لاس واخله او راسه دخپل دولت ترڅنګ ودرېږه،قاري صاحب ته هغه پاڼه په لاس کې ورکړه او رخصت یې کړو.
همدارنګه یو بل ملګری کیسه کوې چې له بنده مخکې دوه تنه فدایان کابل ته راوستل زه هم ورسره یې روان کړم چې ګورم یو هوټل ته ورغلو هلته پاس خارجیان هم اوسیدل ډوډۍ مو وخوړه ښه پر طبیعت یې ساحه وکتل او فدایان ملګري هم ورسره وو چې هغوی مانه پېژندل قاري صاحب وویل تاسو دلته انتظارشئ  زه بېرته راځم مونږ انتظارسو ورته کله چې قاري صاحب راغی مونږ ته یې وویل راځی یوکورکې مو شپه وکړه دشپي مهال ویده یم چې قاري صاحب زماله رخصت پرته وتلی دملګرو سره او نامعلوم لورې ته تللی سهارسو چې ګورم هماغه مېلمستون ته دوه کسه فدایان ننوتلې کوم کې چې مونږ ډوډۍ وخوړه هلته یې موجودټول خارجیان وژلي او دوی دواړه هم دشهادت مقام ته رسیدلې،قاري صاحب لکه پېری  ژوندی له ساحي څخه ووت،دغه دوه میړانې یې په ژوند کې لویي لاسته راوړنې وي.
شهادت یې:
شهیدقاري صاحب تقبله الله د لوی اختر وروسته دمشرانو د هدایاتو سره سم له خپله کوره دخپل دوې میاشتني نوبت لپاره دمیوند ولسوالۍ طرف ته روان سو وخت یې پوره سو دبېرته راتګ لپاره تابیه نېولې وه دماښام دلمانځه وروسته یې په خپل موټرکې دیوه بل ملګرې سره دمیوندولسوالۍ څخه حرکت وکړ دشپې مهال چې دغورک ولسوالۍوښتان کاریزسیمې ته ورسید یرغلګرو اوغلامانو یې په ګډه سره سیمه کې دچاپې لپاره الوتکي کښېنولې وي او دده دموټر دراتګ انتظاریې کاوه کله چې قاري صاحب دچاپي سیمې ته رسېږي دښمن دخپل ټوپک شپیلۍ دځوانې مرګ شهید دموټر خواته ور اړوي  اوموټرپه مرمیو غلبیل کوي،او نورقاري صاحب دتل لپاره دخپل سنګر اوهمسنګرو سره مخه ښه کوي،. نحسبه کذالک والله حسیبه
شهیدقاري صاحب تقبله الله ترشا دوې کونډې نهه اولادونه چې له هغو څخه درې زامن عالمان او کشرزوی یې لا دتعلیم اوتعلّم په برخه کې قرارلرې پریښوول،همدا رنګه شهیدقاري صاحب تقبله الله د سنګر ترڅنګ حُجره اومحراب هم ساتلي، دسنګرترڅنګ یې دخیرالمدارس په نامه یوه مدرسه هم ترشا پریښوده چې هغه کې لسګونه شاګردان زدکړي کوي.
روح یې ښاد اویاديې تل ترتله …