حاوي شخصيت…

جمال الدين اديب: څومره چې نړۍ پر خپل مادي پرمختګ اعتماد کوي، څومره چې ترقيپال په رواني ماتې کې خپل ارزښتونه بايلي، څومره چې حريصان او طامعين د پرديو دربانۍ ته دلايل وايي او څومره چې ډارن خلک ان ښکاره دښمن سره غاړه وړي؛ هغومره په امت کې د ايمان څلي پيدا کيږي، هغومره د […]

جمال الدين اديب:

څومره چې نړۍ پر خپل مادي پرمختګ اعتماد کوي، څومره چې ترقيپال په رواني ماتې کې خپل ارزښتونه بايلي، څومره چې حريصان او طامعين د پرديو دربانۍ ته دلايل وايي او څومره چې ډارن خلک ان ښکاره دښمن سره غاړه وړي؛ هغومره په امت کې د ايمان څلي پيدا کيږي، هغومره د مومنو پرګنو منځ کې د عقيدوي تعالي پامته‌داران زيږي، هغومره د مبارزې يارانو کې د قناعت قامتونه لوړيږي او هغومره د تاړاکونو مخې ته د ټينګار او ثبات غرونه دريږي.

کله چې د مشر اميرالمؤمنين د وفات خبره اعلان شوه، د يوه ژورناليست يو تاثر مې ډېر خوښ شو. ويل يې نن هغه وخت دی، چې د استقلال او حريت خبره په کې ورکه ده. سره له دې، چې هر څوک استقلال او حريت ته د ارزښت په توګه ګوري او هر څوک ځان د استقلال او حريت علمبردار ګڼي، مګر رښتيا دا دي، چې امت کې نن استقلال او حريت نه شته، ځکه خو په کې د ملاعمر غوندې سړی په نامعلوم ځای کې ښخيږي..ځکه خو د ملاعمر غوندې سړی په کې په مرګ هم مجرم دی! نن که څوک ملاعمر نه پېژني، نه به يې پېژني؛ مګر کله چې استقلال او حريت معنی پيدا کړي، بيا به يې د ننيو دعوی‌طلبو غلامانو لمسي هم په واز کومي د اتل په حيث وپېژني!

موږ ته جهاد ستر شخصيتونه راکړل. موږ که دفتر خوښي او ذوقپال وی، شايد چې د ننيو ذوقپالو څټونه تورو او غاړې دار ته برابرې وی. په بنګله دېش او مصر کې همدغسې خلک اعدام شول، چې د طاغوتي نظام غېږه کې د دعوت او سمون خبره کوي. دا چې د کفر توره د مجاهدينو په وينو خړوبه ده، نو دوی د خير پر غونډۍ ارام تنفس وباسي.

زموږ د جهاد سترو شخصيتونو په يوه ساده موقف د تاريخ هغه تېر اسلامي معيارونه راژوندي شول، چې د ذوقپالو او سليقه خوښو د ټول حرکت دوره يې لا د منهج په دعوی له ډاره يادولی نه شي.

کټ مټ لکه مشر امير؛ شهيد امير هم د بې قدره ګوهريانو قيمت ته پاتې شو. هغه د شاعر خبره :

د بې قدره ګوهريانو په بازار کې

خرموره لعل وګوهر درې واړه يو دي

د اسلامي فکر قاموس کې شايد له جهاد و مبارزې وراخوا بله لوړه کارنامه نه وي، خو که د جهاد په دايره کې د شهيد منصور رحمه الله پر شخصيت څه وايو، ډېر څه پرې ويل کيږي، مګر د ليکنې د عنوان په توګه مې نظر دا دی، چې شهيد منصور د روان اسلامي جهاد يو حاوي شخصيت و..د جهادي برياو لارې چارې يې ډېرې ښې ټاکلې..نړۍ او سيمه‌‌ييزو امنيتونو سره يې په داسې کږلېچونو کې بې رُخه مزل کاوه، چې ايله په شهادت يې دښمنانو ځان له حرکتي الغازو خلاص کړ..د يوه هوښيار او جدي مدير په توګه يې په داسې مرحله کې حرکت له شړېدو وژغوره، چې ډېرو ناځوانو يې له پخوا خوبونه ليدل او ډېرو نامردو ورته پځوا نه له شوقه ژبې پر شونډو تېرولې..

جهادي برياوې 

ټولې نړۍ سره دوامداره او بريالۍ جګړه پر مخ بېول ستراتيژيک فکر، هوډ او سرښندنه غواړي. په هياهوی، غلبلې او شعارونو مقابله نه کيږي. مبارز به د خپل دښمن د قوت حجم پېژني، په هماغه اندازه به ورته ځپونکی قوت برابروي. مبارز به وخت پر وخت د خپل کار د نيمګړتياو تدارک کولی شي، د پروګرام له مخې او د شرايطو له امله به د کار بڼې ته تغيير ورکولی شي. د ټول خوځښت لپاره به د امکاناتو معقولې او شفافې لارې چارې سنجوي او د ورځ تربلې پرمختګونو سره به د امکاناتو ډېرول هم مدِنظر وي. حرکت او مبارزه به پر واقعيتونو بناء وي. هغه علتونه به دقيق او پر ځای وي، چې پر بنسټ يې جهادي حرکت ولاړ وي.

شهيد منصور ته د خپلې مبارزې حجم معلوم و، په همدې اساس د امکاناتو برابرولو کې هم موفق و. همدا ډول د ترکيز نقاط هم ښه ورمعلومېدل. همدا لامل به و، چې د ده له امارته وروسته د سترو مراکزو فتحې پيل شوې. د جهادي ډسپلين په موخه منظم کمېسيونونه وټاکل شول او منظم فعاليت پيل شو.

ما ته خو داسې بېلګه نه ده معلومه، چې د جهاد او هغه هم دفاعي جهاد جريان کې دې يو حرکت د يوه ستر دولت په څېر تشکيلات ولري او هغسې منظم فعاليت دې ولري، لکه باثباته حکومت. شهيد منصور رحمه الله هم امارت ته د جهاد وهجرت مرحله کې هم دولتي تشکيل برابر کړ او هم يې ورته مناسب امکانات په ډېره عادي طريع برابرول، چې دا يې لومړۍ ځانګړتيا وه.

امنيتي زيرکتيا

له بده مرغه زموږ سيمه امنيتي(استخباراتي) دريځونو محاصره کړې. دوه هېوادونه په ډېره عادي موضوع کې هم امنيتي اهداف لټوي. سياسي تحرکات هسې يو تظاهر دی، اصل کار هغه دی، چې امنيتي اړخ لري او د امنيتي اهدافو تناظر کې مربوطې ادارې سره خبره حل وفصل شي.

پر همدې اساس سفارتونه ټول جاسوسي دفترونه دي. سفير چې ګورې د خپل هېواد د امنيتي ادارې متقاعد جنرال به وي. همدا لامل دی، چې سيمه کې ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي، غټيږي او معضلو ته رسيږي.

په دغسې حالاتو کې که د حرکت مشر امنيتي زراکت ونه لري، خامخا به حرکت د کوم امنيتي هدف قرباني کيږي. د اسلامي امارت لومړي مشر خو دومره هيبت درلود، چې ان چا يې نوم بې اودسه نه شو اخيستلی او دا خو پرېږده، چې کوم امنيتي مغز دې د هغه د استعمالولو کوښښ وکړي.

شهيد منصور بيا د نړۍ او سيمې امنيتي تيورسنانو ته د سر کاسه کې اوبه ورکړې. د منصور صيب تحرکات او فعاليتونه لکه ادبي الغاز داسې ول، چې «بې ادبه» امنيتپال يې په سر او بر هم نه پوهېدل. همدا زيرکتيا وه، چې د نړۍ استعماري او نيمه استعماري دولتونه سره سلا شول او ايله په دې وتوانېدل، چې شهيد يې کړي.

د سيمې مغرور امنيتپال هله ده ته متوجه شول، چې شهيد منصور کلونه د مشر ملا صاحب د وفات خبره دومره پټه وساتله، چې يادو کلونو کې چا شک قدرې هم نه و کړی.

همدا ډول د امارت سياسي تحرکات يې د سيمې امنيتونو نه تر اخره بريده خوندي وساتل. دا نن چې په سياسي کچه کومه غوغا ګډه ده، د همغه مهال تاثير دی. شهيد منصور په ډېره فعاله بڼه د نړۍ ستر ستر هېوادونه په خپل سياسي زراکت په بدبينۍ سره مخامخ کړل. يو وخت، چې د نړۍ ټولو هېوادونو سره مخالفتونه هېر کړي ول او د «اسلامي ترهګرۍ» هيولی يې پر سرونو سپره وه او ټولو په يوه قوت مسلمانانو ته مخه کړې وه، ډېری په کې د شهيد منصور د زراکت له امله پوه شول، چې موضوع هغسې نه ده، چې امريکا يې وايي. دا دی وينئ، چې اوس خپلو کې يې سره بې اعتباري تر ډېر لرې ځايه ورسېده.

د سيمې او نړۍ ډېر هېوادونه چې پر امارت يې د ګاونډيو د تاثير فکر درلود، له يوې مخې پر دې پوه شول، چې دا هسې افواهات دي او هغو خلکو، چې له دې افواهاتو يې استفاده کوله، ټولې نړۍ ته معلوم شول. تېر کال چې څلور اړخيزې ناستې پيل شوې، پر اسلامي امارت سخت فشارونه راوړل شول، چې مازې ناسته کې ګډون وکړي. کنځاوې دې وکړي، خو ګډون دې وکړي. شهيد منصور هيڅ ډول فشار ته غاړه کښته نه کړه او يو «نه» يې ورته وويل.

کله چې د څلور اړخيزو ناستو لړ کې يو ځل چين کوربه و او پر اسلامي امارت سخت فشارونه وارد شول، شهيد منصور رحمه الله په ډېره چټکتيا چينايان پر موضوع وپوهول او چين له کوربنۍ تېر شو. دغه نقطه شايډ نړۍ او سيمې ته بيخي د زغم نه وه، نو کوښښ يې وکړ، چې ايله په شهادت يې له غمه خلاص شي.

د سيمې يو عالم د شهيد منصور رحمه الله له خولې نقل کا چې موږ ورته د توصيو لړ کې وويل، چې سختې دندې ته دې غاړه ورکړې، خو چې د مذاکراتو په اوازو دې ونه غولوي يا دې مجبور نه کړي، وايي هغه وويل : ټوټې ټوټې به مې کړي، خو دغې شرم ته به مې راکش نه کړي.

د صف يووالی

ډېرو خلکو د مشر ملاصاحب وفات ته انتظار کاوه. ما خپله له خلکو اورېدلي : خدای خو دې بنګړی مات کړي، بيا به ګورو. بنګړی مات شو، ډېرو خلکو شور وغوغا هم ګډه کړه. اختلافونه شول او دلايل شول، مګر منصور رحمه الله په هر صورت د صف يووالي ته توجه وکړه، ټول يې پر ځان رامات کړل. چا چې ښې ارادې نه درلودې يا منزوي شول يا بېرته په بيعت مجبور شول.

نړۍ او سيمه‌ييز امنيتونه هم منتظر ول، چې د امارت د ماتېدو چانس پيدا کړي، دوی هم سخت کوښښ وکړ، چې درزونه غټ کړي، مګر څومره چې امنيتونه ګړنډي شول، هغومره ده له خپلې مشرۍ رغنده کار واخيست. صف يو پاتې شو او غرضي خلک مختوري شول.

اسلامي امارت، چې د مخکيني جهاد حزبي تقسيماتو پایله کې تاسيس شوی؛ يوه خبره هم په کې دومره منفوره نه ده، لکه انقسام او انشعاب. هغه خلک چې دغه ډول کوښښ کوي يا ترې دا ډول علايم بريښي د مجاهدينو منځ کې تر ټولو منفور خلک دي.

شهيد منصور ته که له يو لوري خپل زراکت ګټه ورسوله، بل لوري ته د مجاهدينو دغه حس هم ډېر کار وکړ. که نه د انشعاب ته ښې زمينې برابرې وې. چا شرعي دلايل ويل، چا تاريخي دلايل ويل او چا هم سياسي. هر چا ته امکانات او ظروف هم برابر ول، مګر له نېکه مرغه، چې مجاهدين د تېر جهاد دغه ترخه خاطره ياده ساتي او ځان ترې تر اخره بريده ژغوري.

د يو حرکت نورې نيمګړتياوې دښمن ته دومره کاري ګټه نه شي رسولی لکه حرکتي تيندکونه او انشعابونه. استعماري ځواکونه همدې نيمګړتيا ته تر نورو نيمګړتياو ډېر په طمع وي، کار پرې کوي، مصارف پرې کوي، ځکه چې انشعاب په هر صورت حرکت ته زيان اړوي او دښمن ته ګټه..په هر صورت.

عبدالمتين عاطفي

نن مې د ذهن او خيال مارغه له يوې لسېزي هم ور وړاندې د ماضي ټولو هغو لوړو-ژورو ته وروالووت،چيرته چې ما له اميرالمؤمنين شهيد ملا اخترمحمدمنصورV سره  ليدلي-کتلي او د خپل ژوندانه د يوې مهمې برخې حساس او نازک پړاوونه مې د هغه Vپه مشري کې وهلي او  طی کړې وو…

خو دا بيا زما د روابطو د نه پاللو او سياسي او درايتي کمزورتيا  او يا بدنصيبي وه،چې  د دومره لوړ شخصيت سره د دومره نږدې انډيوالي سره –سره بيا هم کله کله په وروستيو کلونو کې په يو څه واټن کې لرې پاتې شوم، خو د خدای ج شکر کاږم چې د خپلو دواړو قائدينو) ملامحمدعمرمجاهدV او شهيد منصورصيبV (سره مې رسمي او غير رسمي ليدنې څه  چې ما يې تر قيادت لاندې کلونه-کلونه  ورسره د يوه انډوال په څېر تيرکړي دي،چې د ځينو کتنو خاطرې  به يې دلته وکاوږم:

-د منصور صيب په مشرتوب کې مې د افغانستان د طالبانو د اسلامي تحريک د پيل کېدو له کاله د امريکايي او صليبي استکبار د يرغل تر مهاله لاندې خدمتونه کړيدي:

۱-د کندهار په هوايي ډګر کې د مخابرې د مسلکي په حيث ۲- د هرات په هوايي ډګر کې د انتقالاتو د مسئول په حيث ۳- دکابل په هوايي ډګر کې د نظام قراول د مسئول په حيث ۴-  او په ))دلآرام(( کې د جګړې په لومړي کرښه کې د منصور صيب تر مشري لاندې د يوه مجاهد په حيث.

-له اميرالمؤمنين ملامحمدعمرمجاهد  رحمه الله سره زما  اړېکه او ليدل هم د منصور صيب له برکته کېدل.

ما په ټول ژوند کې له خپلو مشرانو سره تشريفاتي مناسبات نه دې پاللې) په بل چا هم دا بدګماني نه کوم( تشريفات مې نه دې کارولې او ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله   او ملا اخترمحمد منصور رحمه الله خو بیخې له تشريفاتي وضعيته بد وړل،نو اوس چې زما دواړه محبوب مشران راڅخه د اخرت په ډېر اوږده سفر تللي او په دې له حسرتونو ډکه نړۍ کې راسره نشته،نو اوس به هغوی ته څه طمعه او هيله وړاندې کړم…

زه چې د خپل شهيد قائد ملااخترمحمدمنصور په اړه دلته څه ليکم دا  لفاطي،خانه پُرې او مصنوعي ستاينه نه ده،بلکې دا زما د زړه خبرې،سترګو ليدلې او غوږونو  اورېدلې خاطرې او زما له هغه رحمه اللهسيره د رښتونې ميني يو څو په زړه پورې  زرين يادګارونه او د هغه د جدايي د حسرت څو د او ښکو څاڅکې دي:

۱- زما له شهيد منصورصيب سره په لومړی ځل پيږندګلوي هغه مهال وشوه چې موږ  له قدرمنو استاذانو :شيخ الحديث مولوي شهاب الدين دلاور-حفظه الله- او مولاناسيدقريش بابا رحمه الله څخه د تکميل درجې کتابونه ويل،چې بېلو-بېلو مسجدونو کې او سيدلو خو دی به کله-کله  د جمعې په شپه د خپلو هغو ملګرو پوښتني راتلو چې له موږ سره يو ځای اوسيدل، نو دا اولنۍ پيژندګلوی مې که څه هم ورسره غير مستقيم ا و د ده د انډيوالانو په وجه وشوه،خو باور وکړئ چې زما او د هغو ملګرو  چې په يوه اطاق کې ور سره اوسيدل  په چال- چلند کې چندان توپير ندی کړی…

۲-( زماليکوال) له  هغه سره د امارت د اولو او دا راز د صليبانو له يرغل را وروسته کلونو کې بېلا بېلې لېدنې- کتنې شوي دي،چې د يوې کتنې څه جزئيات چې زما په حافظه کې پاتې دې هغه دادي:

۳-زما (ليکوال) ورسره بله کتنه او له ده سره انډیوالي هغه مهال وشوه چې  د افغانستان د طالبانو  اسلامي تحريک د ملامحمدعمرمجاهدرحمه الله په قيادت کې د کندهار له سنګسار څخه پيل شوی وو او زه ورسره د کندهار په لوی هوايي ډګر کې يو ځای او ملګری شوم،دا د تحريک د اولو شپو ورځو خبره ده، د شر او فساد په مقابل کې د طالبانو او زړورو  مخلصو مجاهدينو بېړني فتوحات په ډېره چټکۍ سره مخ پر وړاندې روان وو، چې غربي ميډيا د طالبانو دې پرمختياوو ته د(طالبانو ډراماتيک) پرمختګ نوم ورکاوه…

مظلومو هيواد والو له پاټک سالاري او ملوک الطوائفي لعنت  نه نجات موندلی وو. دا زما بلکې د هر افغان لپاره  د ژوند هغه خوښۍ شېبې وې چې د کلونو-کلونو د اسلامي نظام د راتګ ارمان مو د يوه سپيڅلي ديني قشر)طالبانو( په لاس تحق موندلی وو.

شهيدمنصور راسره په دې کتنه کې ښه له صمميت  ډک چلند وکړ او ما ورته د اسلامي نظام د فتحې مبارکې ورکړه  او د هغه رحمه الله شخصيت راته دومره محترم وبرېښېده چې بيا مې ورسره څو مسلسل کلونه انډيوالي شوه….

۴-له منصور سره مې بله کتنه هغه مهال وشوه، چې هغه په شبرغان کې د غدار او قاتل  مالک ازبک له زندان څخه را خلاص شوی و…

۵ ـ د حاجي علاؤالدين آغا په موټرسايکل يوه ورځ موږ دری ملګري سپاره شوو چې شهيد منصورصيب ليدلو ته ورتلو، رابطه آغاجان)علاؤالدين آغا( جوړه کړې وه، په لارې چې  درې ملګري په يوه موټرسايکل سپاره وو،نو اغاجان عجيبه خبره وکړه هغه دا چې: ”پخوا به چې مشر ملا صاحب يو موټر راکړ نو څه وخت وروسته به مو د ملګرو په نو م بل تر هغه ښه موټر ترې غوښت، خو نن دا دی- الحمدلله- درې ملګري په يوه موټر سايکل سپاره يو او خوشاله هم يو… ”

دليدلو پر مهال له ډېر وخت ليدلو وروسته بياهم زه د شهيد منصور صيب په ذهن کې د پخوا په څېر پاتې وم، همغسې د پخوا په څېر  يې له مينې او صمميت ډک مجلس له  موږ سره وکړ،تر دې چې ما د مجلس د مالګې او خوند برابرولو لپاره ځينې ټوکې هم د هغه په مخ کې وکړي، د دې پر ځای چې هغه مهربانه مشر راته ټنډه تروه کړي،بلکې دومره يې زما ګپو ته وخندل چې له ډېرې خندا به  ټول سره ښوريده… تر دې زه په دې خبره وويريدم، چې هسې نه منصور صيب زما په ساده توب وخاندې…او ما ته یې په خندا کې وويل: ملا…. ! زموږ او ستاسو هغه حکومت او دبدبه او موټران او رش و کش دې په ياد دي او اوس د خدای ج د دين په سر له هغه هرڅه تير شوو….