ثالث عمر د عدل ستوری او د خپل ولس په زړونو کې

لیکوال: نوراني “عزام” تجربو ثابته کړې ده چې په نړیواله کچه هغه مشر او امیر چې کلک ولسي ملاتړ ولري او د هیواد ټولو وګړو او پرګنو ته د منلو وړ وي په خپل هیواد کې دخپلي تګلاري د عملي کېدو تر څنګ د خپلي واکمنی تر وروستی شېبې پوري په ډاډه زړه مشرتوب کولای […]

لیکوال: نوراني “عزام”
تجربو ثابته کړې ده چې په نړیواله کچه هغه مشر او امیر چې کلک ولسي ملاتړ ولري او د هیواد ټولو وګړو او پرګنو ته د منلو وړ وي په خپل هیواد کې دخپلي تګلاري د عملي کېدو تر څنګ د خپلي واکمنی تر وروستی شېبې پوري په ډاډه زړه مشرتوب کولای شي.
که تاریخ ته ځیر شو، نو وبه وینو چې په افغانستان کې هم هغه امیران او مشران په واک کې تر ډیرو پاتي شوي او په تاریخ کې په ښه نوم یادیږي چې د ولس د دیني تشخص سره سمه بشپړه اسلامي نظریه یې لرله او د ولس له ټولو ارزښتونو ته یې په درنه سترګه کتل. چې ښې بېلګي یې محمود غزنوي، احمدشاه ابدالي او داسي نور هغه مشران چې هم یې هیواد وساته او هم یې په عدل کې نړیوال نوم ویوست.
د بریا راز لکه څرنګه چې مو مخکي یادونه وکړه کلک ولسي ملاتړ او د هیواد اسلامي او ملي ارزښتونه ساتل دي، نو ویلی شو چې یادو مشرانو له دې امله کامیابي تر لاسه کړه چې د ولسي ملاتړ تر څنګ یې د هیواد ارزښتونه وساتل او ټوله تګلاره یې د ولس له فکر او باورونو سره برابره وه.
ملا محمد عمر مجاهد د څورلسمي هجري شمسي پیړۍ په روستیو لسیزو کې د اسلامي فریضې تر څنګ د ولس له غوښتني سره سم لومړی د روسي اشغالګرو په وړاندي په خورا میړانې سره وجنګېد چې په همدې جهادي بهیر کې یې ستري قربانی ورکړي او د ملګرو او دوستانو د شهادت ترڅنګ څو ځله خپله هم سخت زخمي شو.
کله چې روسي اشغالګر له افغانستان څخه ووتل او د شر او فساد دوره پیل شوه ملامحمدعمر مجاهد له خپلو ملګرو سره د شر او فساد په وړاندي د جهاد اعلان وکړ چې په لنډ وخت کې یې د هیواد پنځه نوي سلنه اراضي فتحه کړه.
دا چې ملامحمد عمر مجاهد سره د خپل ولس ملاتړ او مرسته وه نو له همدې امله یې په لنډ وخت کې د هیواد زیات شمېر ولایتونه او سیمي فتحه کړې او د فتحي تر څنګ یې پکي سوچه اسلامي نظام هم پلی کړ.
کله چې امریکایې اشغالګرو په افغانستان باندي یرغل وکړ او اسلامي امارت له ښارونو عقب نشیني وکړه، ملامحمد عمر مجاهد له خپلو مجاهدینو سره د هیواد غرنی او لري پرتو سیمو ته لاړ او د جبهه یي جنګ پرځای یې د اشغالګرو او د هغوی د اجیرانو په وړاندي چریکي جګړه پیل کړه چې د خدای جل جلاله په فضل او د دې مجاهد ولس په ملاتړ دا دی پاتي کاروان یې د فتحي تر درشله رسیدلی ان شاء الله.
د ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله واکمني د تاریخ په اوږدو کې دومره په سوچه اسلامي شریعت او تګلاري ولاړه وه چې تر خیر القرون راوروسته یې ساری نه لیدل کیږي.
ملامحمد عمر مجاهد په خپل امارت کې ټول شرعي احکام پلی کړه او د حنفي فقهي په رڼا کې یې داسي حدود جاري کړه چې هم یې له امله عمري عدالت پلی شو او هم یې سرتاسري امنیت قائم کړ.
له ملامحمد عمر مجاهد سره د ولس دومره مینه وه چې د هغه په امر یې د شر او فساد ځالي له منځه یووړې او هم یې په تش لاس د ستر نړیوال ائتلاف په وړاندي په سر او مال تاریخ سازه جهاد وکړ.
د ولس همدا مینه ده چې ولس یې اوس هم په یاد کې اوښکي تویوي او په نوم یې ځانونه ځاروي، ښه مې یاد دي کله چې ملامحمد عمر مجاهد وفات شو، د هیواد په هغو سیمو کې چې د اشغالګرو په لاس کې وې ولس د دې ستري هستۍ په یاد کې اوښکي توی کړې او له هر څومره فشار او ویري سره سره یې د خپل خواږه امیر د فاتحي مراسم اداء کړه.
ملامحمد عمر مجاهد له دې امله په ولس کې زیات محبوبیت لري چې هغه دوه ځله د هیواد د نجات لامل شو او په سر او مال یې ګران هیواد له شر، فساد او اشغال څخه وساته.
لله الحمد د ملامحمد عمر مجاهد لاروي اوس هم د ده په پلونو تګ کوي او هغه بنسټ او تګلاره چې ملامحمد عمر مجاهد ټاکلې وه اوس هم هماغسي روانه ده چې ډېر ژر به د هغه ارمان وروستۍ هیله چې د اشغال پایته رسیدل او اسلامي نظام رامنځته کېدل وو تر سره شي. ان شاء الله