ښـه منظم

مستغفر ګربز ســرزورو تــه ښـــايـــو د مــټـــو زور ښه منظم ژونـدی مـو دی د مستـې تـورې شـور ښه منظم چې څـوک افغانستـان تــه د اشغال نامـه راشي کـَــرو ورتـــــه قـــدم پــــه قـــدم اور ښه منظم په درس کې د اعـداد مو دي زده کـړي تکتیکونه پـریــکــون د مـرکـنــډيـــو او تـــورور ښه منظم د وخت توره […]

مستغفر ګربز

ســرزورو تــه ښـــايـــو د مــټـــو زور ښه منظم
ژونـدی مـو دی د مستـې تـورې شـور ښه منظم

چې څـوک افغانستـان تــه د اشغال نامـه راشي
کـَــرو ورتـــــه قـــدم پــــه قـــدم اور ښه منظم

په درس کې د اعـداد مو دي زده کـړي تکتیکونه
پـریــکــون د مـرکـنــډيـــو او تـــورور ښه منظم

د وخت توره دجاله په خبره مې سر خلاص کړه
مـنـې پـه رسمـیــت بــه مــو ضـــرور ښه منظم

د دار او د زنــدان او شـهــادت ســـره اشـنـــا یو
پـه هـسـکـه غــاړه وړو د مـیـنـې تـور ښه منظم

نه خوف او نـه خـطـر لـرو “ ګـربـزه مستـغـفـره
روزلـي يـــو شـهــیــد مـلا مـنـصـــور ښه منظم