ړنګ ديوالونه/صابرجان

ړنګ ديوالونه صابرجان محصل را تاو له زندګۍ دي د ژړا ړنګ ديوالونه ګلونه مرور دي د ښکلا ړنګ ديـــــوالونه تيارو کي زندګي ده د يو چا په تمه تمه سپوږمۍ اسمان کي نشته د رڼا ړنګ ديوالونه د ستورو له محفله چي سپوږمۍ ده کډه کړې جفا شوه څومره ډيره د وفا ړنګ ديوالونه […]

ړنګ ديوالونه

صابرجان محصل

را تاو له زندګۍ دي د ژړا ړنګ ديوالونه
ګلونه مرور دي د ښکلا ړنګ ديـــــوالونه

تيارو کي زندګي ده د يو چا په تمه تمه
سپوږمۍ اسمان کي نشته د رڼا ړنګ ديوالونه

د ستورو له محفله چي سپوږمۍ ده کډه کړې
جفا شوه څومره ډيره د وفا ړنګ ديوالونه

د کلي هاغه مست مازديګری کلي کي نشته
چنار ګودر  زخمي دى د کلا ړنګ ديوالونه

خوښيو مو له زړونو هجرت کړى بلي خواته
د هجر په بمبار کي د خندا ړنګ ديوالونه

صابره! اميدوار اوسه د رب و لوى کرم ته
عقبى په زړه کي ساته د دنيا ړنګ ديوالونه