مبارک دي شه امیرالمؤمنینه– ! تسل

موږ اول دا سې ګڼل چې ناټو تښتي  ګوډاګیانو نه منل چې ناټو تښتي  چې طالب د استقلال توره کړه پورته  هوښیارانو دا ویل چې ناټو تښتي  مبارک دې شه امیرالمؤمنینه ! ستا له خاورې او درشل چې ناټو تښتي  فدایې جانانه وینو دې رنګ راووړ  نوم دې پاتي شو اتل چې ناټو تښتي  د افغان ولس […]

موږ اول دا سې ګڼل چې ناټو تښتي 
ګوډاګیانو نه منل چې ناټو تښتي 
چې طالب د استقلال توره کړه پورته 
هوښیارانو دا ویل چې ناټو تښتي 
مبارک دې شه امیرالمؤمنینه !
ستا له خاورې او درشل چې ناټو تښتي 
فدایې جانانه وینو دې رنګ راووړ 
نوم دې پاتي شو اتل چې ناټو تښتي 
د افغان ولس دې سوبه مبارک وي 
دخوښیو ، له کابل چې ناټو تښتي 
د زخمي او د بندي طالب ګوګل ته 
ور لیږمه دا غزل چې ناټو تښتي 
ارګه بست ده نور دې ډیر انتظار وکړ
سپین بیرغ دروړم تسل چې ناټو تښتي