فولادي عزم/ مهاجر

شاعر: مهاجر نه دي د زور جواب لري نه د خبري یاره دریځ دي ځار شم لکه کرښه د ډبري یاره جانانه ستا د خولې خبري پر ما داسي لګي لکه صندل لکه عسل لکه شکري یاره اوس دي غربیان په رسمیت پېژني ګل طالبه نور یې توبه درسره نه وهي ډغري یاره راځه راځه […]

شاعر: مهاجر

نه دي د زور جواب لري نه د خبري یاره
دریځ دي ځار شم لکه کرښه د ډبري یاره

جانانه ستا د خولې خبري پر ما داسي لګي
لکه صندل لکه عسل لکه شکري یاره

اوس دي غربیان په رسمیت پېژني ګل طالبه
نور یې توبه درسره نه وهي ډغري یاره

راځه راځه د ازادۍ قدم را واخله اشنا
تا کړې نابودي د شیطان لعین لښکري یاره

ستا فولادي عزم خونخواره نړۍ ماته کړله
د مرګ په دام کي دي ايساري کړې ککري یاره

قربان قربان شم استشهاده ستا له دروند ګزاره
اور دي پر ډېرو یرغلګرو کړلې‌ زغري یاره

د مهاجر غریب له ښکلي نازنین قلم نه
درته ډالۍ دي وي خوږې خوږې سندري یاره