غــزل

عبدالرشید کامران پوره دنیا کې مې ارمان و نه لید چېرته بې غمه مې انسان و نه لید د عقل اسپې هسې ستړې شولې په شریعت کې مې تاوان و نه لید یو څوک له ځمکې نه سپوږمۍ ته لاړو په سترګو ړوند دی لا یې ځان و نه لید امریکا هغو شازلمو ماته کړه […]

عبدالرشید کامران

پوره دنیا کې مې ارمان و نه لید
چېرته بې غمه مې انسان و نه لید

د عقل اسپې هسې ستړې شولې
په شریعت کې مې تاوان و نه لید

یو څوک له ځمکې نه سپوږمۍ ته لاړو
په سترګو ړوند دی لا یې ځان و نه لید

امریکا هغو شازلمو ماته کړه
چا یې چې ګور او قبرستان و نه لید

یرغلګر وژنه، بیا پیغور درکوم
چې په افغان کې مې وجدان و نه لید

کعبې ! چې ته مې خیري نه کړې راپاک
بل داسې ځای مې پر جهان و نه لید

رشیده خاورې شول مغرور سرونه
بیا یې چا نوم، چا یې نښان و نه لید