طالبه..!

سعدیه کابلۍ طالبه ځاى د عريضې دې راته نه دى معلوم طالبه پښې مې هم د ډېرو ګرځېدلو نه دي طالبه ما دومره سلګۍ کړي چې حد يې نشته دغه سلګۍ طالبه ستا د اوريدلو نه دي طالبه سترګو کې مې سرو وينو کنګل نيولی طالبه سترګې مې د نورو ژړيدلو نه دي *** خو […]

سعدیه کابلۍ

طالبه ځاى د عريضې دې راته نه دى معلوم
طالبه پښې مې هم د ډېرو ګرځېدلو نه دي

طالبه ما دومره سلګۍ کړي چې حد يې نشته
دغه سلګۍ طالبه ستا د اوريدلو نه دي

طالبه سترګو کې مې سرو وينو کنګل نيولی
طالبه سترګې مې د نورو ژړيدلو نه دي

***

خو دا منم طالبه ټوله سيمه ستا سيمه ده
چى څوک دې وغواړي نو ته هلته حاضر ولاړ يې

هر يو مظلوم دې وي په غيږه کې اوچت نيولى
طالبه ته د هر ظالم سړي په سر ولاړ يې

د عدل طمع دلته بل چا نه کيدلى نه شي
طالبه ته په قدمونو د عمر ولاړ يې

***

طالبه دا حکومت زما د انتقام نه دى
طالبه دا حکومت زما په وينو سور ښه دى

طالبه امن خو د دې نظام له وسه نه دى
طالبه دا نظام همدغسې مجبور ښه دى

طالبه دا نظام پرديو خلکو ګرو نيولى
طالبه دا نظام پرديو ته مزدور ښه دى

***

طالبه تا ته عريضه کوم ملګرى مې شه
طالبه غم زما د سر د انتقام وکه

ته هم بچي لرى طالبه ماته هم وګوره
د دې سوري سوري وجود مې احترام وکه

طالبه زه درته زارۍ کوم چې ومې ګټه
د انسانيت د ترحم نه راته پام وکه