صحنې د تاريخ

شاعر: عبدالحق عابد ځينو هېر کړل ځينو وساتل په زړو کې يادګار ځينو په زړونو باندې ليک کړلې صحنې د تاريخ ځينې منصور شول له زندان تر داره ورسېدل ځينو په شرنګ کړلې په پښو کې زولنې د تاريخ ځينو نړۍ ته په ښکاره عمري هوډ وښوده ځينو په وياړ کړلې پر سر هسکې شملې […]

شاعر: عبدالحق عابد

ځينو هېر کړل ځينو وساتل په زړو کې يادګار
ځينو په زړونو باندې ليک کړلې صحنې د تاريخ

ځينې منصور شول له زندان تر داره ورسېدل
ځينو په شرنګ کړلې په پښو کې زولنې د تاريخ

ځينو نړۍ ته په ښکاره عمري هوډ وښوده
ځينو په وياړ کړلې پر سر هسکې شملې د تاريخ

ځينو ايمان او خپل ضمير په څو ډالرو خرڅ کړ
ځينو بې ننګو کړې پر سر سرې لوپټې د تاريخ

ځينې ملالې شوې ميوند کې يې نعره پورته کړه
ځينو بې پته کړې پتمنې پښتنې د تاريخ

ځينې خوشال شول له هيبته يې نړۍ په لړزه
ځينو بيا پرېښودې خپل قام ته کارنامې د تاريخ

ځينې شاعر شول خو دربار ته يې لبيک ووايه
ځينو غزلو کې راونغښتې کيسې د تاريخ

ځينې ليکوال شول ليکوالي يې تر کړۍ منحصر
ځينو را وڅرخو قلم په سرې سينې د تاريخ

ځينې ملګري؛ خو په پټه د لستوڼي ماران
ځينې ملګري د عابد دي فرښتې د تاريخ

1400 د وري 19مه
بغلان _ پلخمري