سیوري ته ناست یم

  غزل: چنار ټکور ستړی نه یمه؛ خمار سیوري ته ناست یم انقلابه! بس تیار سیـــوري ته ناست یم. څه په مینه؛ د ګودر په ړنګه غــــــاړه بختور یم؛ د چنار ســــیوري ته ناست یم. څو ګيلې خو را سره دي؛ لکه اوښکې وخت وهلی یم؛ بیمار سیوري ته ناست یم. فریادونه او غـــــــــمونه پنډې […]

 

غزل: چنار ټکور

ستړی نه یمه؛ خمار سیوري ته ناست یم
انقلابه! بس تیار سیـــوري ته ناست یم.

څه په مینه؛ د ګودر په ړنګه غــــــاړه
بختور یم؛ د چنار ســــیوري ته ناست یم.

څو ګيلې خو را سره دي؛ لکه اوښکې
وخت وهلی یم؛ بیمار سیوري ته ناست یم.

فریادونه او غـــــــــمونه پنډې ـ پنډې
دژوندون په ستړې لار سیوري ته ناست یم.

عشقه؛ اوس خو به دې هېله وي ترسره
د سرونو د مینار ســـــیوري ته ناست یم.

د منصور په قدمونو مې پښې ایښې
لاس تړلی اوس؛ ددار سیوري ته ناست یم.

خدازده؛ مړ او که ژوندی به وې جانــانه
خو”ټکور” دي انتظار سیوري ته ناست یم.!