سرسپارلی محبت

غزل: شفاعت ریحان موږ د نړۍ لمبې د تن په وينو مړې کړې راغلو موږ نمرودي سکروټې ځان باندې سړې کړې راغلو په نۀ ليدو مو د چا حُسن باندې زړۀ بايللی ژوندۍ مو څۀ د لېونۍ ميني کيسې کړې راغلو ځه د بې مرګه زندګۍ نړۍ ته ور پرانېزو د ځوانۍ هيلې مو په […]

غزل: شفاعت ریحان
موږ د نړۍ لمبې د تن په وينو مړې کړې راغلو
موږ نمرودي سکروټې ځان باندې سړې کړې راغلو

په نۀ ليدو مو د چا حُسن باندې زړۀ بايللی
ژوندۍ مو څۀ د لېونۍ ميني کيسې کړې راغلو

ځه د بې مرګه زندګۍ نړۍ ته ور پرانېزو
د ځوانۍ هيلې مو په دې تمه ويدې کړې راغلو

څۀ سر سپارلی محبت مو وکړ سپينه ياره!
د چا ديدن پسې مو ډکې هدېرې کړې راغلو

د نړيوالو بارودي زهرو وهلي و خو
په شهادت مو جنتي خولګۍ خوږې کړې راغلو

ستا له کوثر نه د اوبو د اخيستو په هيله
اور ته ډالۍ مو د نازک وجود سينې کړې راغلو

دغه ګناه شوه، شفاعت مو تنها پرېښودلو
او دا ثواب شو ور پېرزو مو خاطرې کړې راغلو