سرسپارلی محبت

  غزل: شفاعت ریحان موږ د نړۍ لمبې د تن په وينو مړې کړې، راغلو موږ نمرودي سکروټې ځان باندې سړې کړې، راغلو په نۀ ليدو مو د چا حُسن باندې زړۀ بايللی ژوندۍ مو څۀ د لېونۍ ميني کيسې کړې، راغلو ځه د بې مرګه زندګۍ نړۍ ته ور پرانېزو د ځوانۍ هيلې مو […]

 

غزل: شفاعت ریحان

موږ د نړۍ لمبې د تن په وينو مړې کړې، راغلو
موږ نمرودي سکروټې ځان باندې سړې کړې، راغلو

په نۀ ليدو مو د چا حُسن باندې زړۀ بايللی
ژوندۍ مو څۀ د لېونۍ ميني کيسې کړې، راغلو

ځه د بې مرګه زندګۍ نړۍ ته ور پرانېزو
د ځوانۍ هيلې مو په دې تمه ويدې کړې، راغلو

څۀ سر سپارلی محبت مو وکړ سپينه ياره!
د چا ديدن پسې مو ډکې هدېرې کړې، راغلو

د نړيوالو بارودي زهرو وهلي و خو
په شهادت مو جنتي خولګۍ خوږې کړې، راغلو

ستا له کوثر نه د اوبو د اخيستو په هيله
اور ته ډالۍ مو د نازک وجود سينې کړې، راغلو

دغه ګناه شوه، شفاعت مو تنها پرېښودلو
او دا ثواب شو ور پېرزو مو خاطرې کړې، راغلو