د مطمئن صاحب په ياد/ مل غني خېل

شاعر: مل غني خېل نیمه شپه ده تروږمۍ ده، او ډیوه مرې چې په چا پورې مي زړه تاړه هغه مري بي نوا چې په پردي وطن کې پروت دی په ارمان د خپل وطن په بیلتانه مري لا یې فصل د شباب خلاص کړی نه وو څه بي وخته د اشنا د ژوند کیسه […]

شاعر: مل غني خېل

نیمه شپه ده تروږمۍ ده، او ډیوه مرې
چې په چا پورې مي زړه تاړه هغه مري

بي نوا چې په پردي وطن کې پروت دی
په ارمان د خپل وطن په بیلتانه مري

لا یې فصل د شباب خلاص کړی نه وو
څه بي وخته د اشنا د ژوند کیسه مري

چې د خپل وطن له عشق ځنې وه ډکه①
های افسوس چې نن هماغه شان سینه مري.

د پښتو ادبه څومره بد قسمت یې؟!
سمندر دې مري، سیلاب مري، او څپه مري

که دې غم د جدایي چیرته مړ نکړ
بیا نو پوه شه: چې هیڅکله ستا ( مل ) نه مري.

① د مطمئن صیب د یوې ترانې یوې کړۍ ته اشاره ده چې د احمد شاه بابا له یوو مشهور شعر نه یې اقتباس کړی وو پکې او ویلي یې وو:
د ترانې مطلع:
زیړي ګلان دې په لیمو باندي کرمه،
ګرانه ښکلی، ښکلی دې ساتمه، ګرانه ښکلی …

کړۍ: دا ستا د عشق له وینو ډک دي زمونږه ځیګرونه.
دا ستا په لار کې مو بایللي تل زلمو سرونه.
دغه وینا د احمد شاه بابا منمه،
ګرانه، ښکلی، ښکلی دې ساتمه، ګرانه نه …