د بیلتون اوښکې

  غزل: ثناءالله ”معصوم“ دا اسویلي مې چې له خولې نه، خوږه یاره وځي لکه په مات وزر مرغه چې له یو ښاره وځي د غم شپیلۍ ځکه شپونکی غریب له زړه نه وهي د خیال دنیا یې اوس د سترګو له دَیاره وځي د یو زړګي په زړه مې شل رنګه غمونه پراته دومره […]

 

غزل: ثناءالله ”معصوم“

دا اسویلي مې چې له خولې نه، خوږه یاره وځي
لکه په مات وزر مرغه چې له یو ښاره وځي

د غم شپیلۍ ځکه شپونکی غریب له زړه نه وهي
د خیال دنیا یې اوس د سترګو له دَیاره وځي

د یو زړګي په زړه مې شل رنګه غمونه پراته
دومره راغلي دي چې اوس رانه له شماره وځي

خود به یې اوښکې د بیلتون له بلا وڅڅیږي
چې په ورستي دیدن ملګري ته له غاړه وځي

چې یو طالب د مدرسې له غیږې کډه اخلي
د ژړا غږ یې لکه غشی له فرهاره وځي

د خپل شهید اڼډوال پاتې نا تمام کتاب ته
تنکی فاضل د سلګکیو له اختیاره وځي

په ګلابي مخ یې د سپینو جلؤو ځل وینمه
لکه د نور چینه یې مخ کې له رخساره وځي

د معصوم لیک لکه د غره د غیږ ټپه لالیه
د انعکاس چیغه بې قصده له کناره وځي