دمینې احسان

  مستغغر ګربز زه چې لـه جنګه راشم ستړی شـم دمه کومه د غـره لـه تـورو تـورو کـاڼـو سـره شپه کومه د څڼو ګرد مې پاکوي څانګې د لمنځې په ناز خوراک مې څه دی؟ په ګورګرو ګوزاره کومه پر چا د مینې احسان نـه باروم څه یې کوم؟ پر خپلو مـاتـو مـاتـو هـېـلـو مـې […]

 

مستغغر ګربز

زه چې لـه جنګه راشم ستړی شـم دمه کومه
د غـره لـه تـورو تـورو کـاڼـو سـره شپه کومه

د څڼو ګرد مې پاکوي څانګې د لمنځې په ناز
خوراک مې څه دی؟ په ګورګرو ګوزاره کومه

پر چا د مینې احسان نـه باروم څه یې کوم؟
پر خپلو مـاتـو مـاتـو هـېـلـو مـې تکیه کومه

زه مې له حاله د اسمان ستوري هـم نـه خبروم
د خپل محبوب سـره مـې پـټـه رابـطـه کومه

د قـوي عـزم او ایـمـان زغـره پـه تـن ګرځوم
د دین او خاورې پـه نـامـه باندې جګړه کومه

تـرخـو حـالاتـو ازمایلی یم ګـربـز مسـتـغـفـر!
نيمګري ژونـد تـه پـه ډاډه زړګي کیسه کومه