تنکی طالب

 شاعر: مفتي حبیب  ژوندون څیره بدله کړه زلمی شو پسرلی شو ګل بوټی ستا په مثل ګلالی شو پسرلی شو زړه دیموکراسي دلته له جنـګه لاس نه اخلـي تنکی طالب مي ځکه جنګیالی شو پسرلی شـو د سولي پښې نازکي دي سوکه سوکه رادرومي راتګ يې له دې رویه ځنډنی شو پسرلی شـــو پردي چی […]

 شاعر: مفتي حبیب 

ژوندون څیره بدله کړه زلمی شو پسرلی شو
ګل بوټی ستا په مثل ګلالی شو پسرلی شو

زړه دیموکراسي دلته له جنـګه لاس نه اخلـي
تنکی طالب مي ځکه جنګیالی شو پسرلی شـو

د سولي پښې نازکي دي سوکه سوکه رادرومي
راتګ يې له دې رویه ځنډنی شو پسرلی شـــو

پردي چی يې وطن کي د همېش لپاره غوښتو
زړګی مي په هغه باندي یخی شو پسرلی شو

دا یو حسـن او میـنه ګل ګلاب غوندي تازه دي
بل هر شی انقلاب کي سپلنی شو پسرلی شو

له سمي لاري ووزي په غاټولو پسي ګوري
حبیب ولي ماشوم غوندي سړی شو پسرلی شو

۱۴۰۰/۱/۱