انــقـــــلاب/ مهاجر

سره ګلان دي راغوړيږي انقلاب دی په اورونو ور ګډيږي انقلاب دی شهادت ته تلوسه لري او درومي له سرونو نه تېریږې انقلاب دی داغزیو په سریون دی منزلګاه ته پکې هر څه نه تېریږي انقلاب دی دامت محسنه توره دې ځلا کړي غلیمان درنه ډاریږي انقلاب دی دامنم چې دسرونو قتلګاه ده خو تاریخ […]

سره ګلان دي راغوړيږي انقلاب دی

په اورونو ور ګډيږي انقلاب دی

شهادت ته تلوسه لري او درومي

له سرونو نه تېریږې انقلاب دی

داغزیو په سریون دی منزلګاه ته

پکې هر څه نه تېریږي انقلاب دی

دامت محسنه توره دې ځلا کړي

غلیمان درنه ډاریږي انقلاب دی

دامنم چې دسرونو قتلګاه ده

خو تاریخ مو تازه کیږي انقلاب دی

ترنم دزولنو با ندي مین یو

عشقان مو په دارخیژي انقلاب دی

مهاجره هغه زموږ دمدار ستوري

ترېنه یو یو راکوزېږي انقلاب دی