انس حقاني، نېک پال

  لیکنه: محمد امين حیدري د حقاني صاحب (رحمه الله) کورنۍ لکه څنګه چې ورسره په کار وه تودې ولولې یې د اعداد ،جهاد او استشهاد ډګرونو کې وځلېدلې، د شهادتونو اميلونه یې په غاړه کړل، د بند سختي يې وزغمل ، د قربانۍ او ایثار له صف څخه نه وروسته، نه ناهيلي او نه […]

 

لیکنه: محمد امين حیدري
د حقاني صاحب (رحمه الله) کورنۍ لکه څنګه چې ورسره په کار وه تودې ولولې یې د اعداد ،جهاد او استشهاد ډګرونو کې وځلېدلې، د شهادتونو اميلونه یې په غاړه کړل، د بند سختي يې وزغمل ، د قربانۍ او ایثار له صف څخه نه وروسته، نه ناهيلي او نه زړه نازړه شول.
خو انس حقاني یې له شعر او ادب سره هم پیوند ونښلاوه، شعر د پیغام رسونې غوره لاره ده، هنر دی، ذوق خړوبوي، فکرونه قانع کوي او د ځان یې ملګري کوي، ښه یې ښه دي، بد یې بد او ځینې یې حکمت دي، په افادیت یې سترګې نشي پټېدلای، په فکري تسخير کې اغیزمنه وسيله ده، اسلام کې یې هم عمر له عهد رسالت سره سم دی، سلفو صالحينو، متقدمينو، او متأخرينو ټولو څخه په هر دور کې بهترین اشعار رانقل شوي دي، په جهاد، علم، تقوی، ریاضت زهد او د جامعې په اصلاح بلکې په هر اړخ کې اوس هم له دوئ څخه ډېر مشهور اشعار تکراریږي.
د انس حقاني هم یو نیم شعر چې په خواله رسنیو کې نشر شي، سترګې مې پرې يخې شي، په فني او مسلکي لحاظ اګر که زه خپله د شعر په اړه لازم معلومات نه لرم، مګر د ذوق، مضمون او محتوی له مخې که وارزول شي، د شاعر په روښانه ليدلوري دلالت لري، په ډېر کمال او هنر د شعر له ژبې څخه هم د سیاست هم د ادب، هم د افادې او هم د استفادې کار اخلي، لکه چې وایی:
چــې لـیدلـوری د انـسان څـومـره مـحـدود وي
نــو هـمــاغــســي وړوکی یـې مــقــــصـــود وي
هــیـــڅ مـسـلــک لــه اخـتــــلافـه خـالی نـه وي
مـسـلکـیـانــو کی حـسـد فــطـری مــوجــود وي
چـاپلـوسـان تـرخـپل هـدف رسـیـدای نــه شـي
د چـاپـلـوس خـواهـش په هر دربار مـردود وي
نوموړی چې د طالبۍ دوره یې له تکميل تېره او په اصطلاح وړې دورې ته ورسوله مخکې تر دې چې د فراغت او فضيلت پګړۍ په سر کړي، د انسان خورو انسانانو د غدر او وحشت ښکار شو، په ډېر کم عمر له ډېرو سترو پېښو سره مخامخ شو، ۵ کاله یې د کابل توقیف خانو او د بګرام په بند کې تېر کړل، د اعدام له اخطارونو سره مخامخ شو، دا جلا خبره وه چې په تقدير کې یې د اعدام په ځای د عزت خلاصون لیکلی ؤ، خو د بند دې ۵ کلنې دورې یې په ارادې، استعداد، مطالعې، او شعري ځواکمنتيا مثبت اغېز ولاره.
په سیاسي ماحول کې هم د انس حقاني وجود ثابته کړه چې دوئ هم په جهاد او هم په سوله کې د حقاني صاحب رحمه الله د خط پيرو دی.
د اسلامي امارت دوه لسیزي جهادي مبارزه چې په قربانیو ولاړ ده، اتلولۍ، نصرتونه او کرامتونه دي، بې له شکه چې ډېر ستر او بې ساری تاریخ دی، لیکل غواړي، خوندي کول غواړي، مدافعين غواړي، تر نسلونو رسول غواړي، د دې لپاره چې په ځوانه طبقه کې د کومو استعدادونو ضرورت دی، انس حقاني هم د هغو له جملې څخه دی، په علم، سیاست، سوله، شعر او ادب کې ډېرې هيلې ورپورې تړلې دي، زه یې په نېک پال نيسم، امید لرم چې د خپلو اسلافو په لار به قدم په قدم وړاندې ځي.
ان شاء الله.