د اکتوبر اوومه .. پر افغانستان د امریکايي یرغل ناوړه اغیزې

شاهد (غزنیوال) ۱۷ کاله وړاندې په همدې ورځ امریکايي یرغلګرو د افغانستان په سپیڅلي حریم یرغل وکړ. دغه امریکايي یرغل پر افغانستان د انګریزانو او پخوانیو شورویانو له یرغل سره دومره توپیر درلود چې هغوی ته د نړۍ د نورو هیوادونو لخوا د یرغلګرو لقب ورکول کیده او په مقابل کې یې د افغانانو حمایت […]

شاهد (غزنیوال)
۱۷ کاله وړاندې په همدې ورځ امریکايي یرغلګرو د افغانستان په سپیڅلي حریم یرغل وکړ.
دغه امریکايي یرغل پر افغانستان د انګریزانو او پخوانیو شورویانو له یرغل سره دومره توپیر درلود چې هغوی ته د نړۍ د نورو هیوادونو لخوا د یرغلګرو لقب ورکول کیده او په مقابل کې یې د افغانانو حمایت کیده.
خو د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه پر افغانستان د امریکايي یرغل په مهال د نړۍ په سطحه هیڅ داسې هیواد او جهت نه و چې هغه دې دا یرغل محکوم او په مقابل کې دې د افغان ولس ننګه وکړي.
تر ټولو بده لا داچې خپله د افغانانو په منځ کې یو شمیر هغه کسان چې د شوروي یرغل په خلاف یې د جهاد رهبري کړې وه هغوی هم د امریکایانو له دې شعار چې (( یا له مونږ او یاهم زمونږ له دښمن سره ودریږئ)) څخه متاثر او ټول د امریکایانو تر شا ودریدل.
په دې یرغل سره امریکا نړۍ ته څو پیغامونه ورکول غوښتل.
لومړی دا چې هغوي په نړۍ باندې خپل یو قطب توب په عملي بڼه ومانه.
ځکه ټوله نړۍ یې په اصطلاح له تروریزم سره د مبارزې په پلمه په ځان راټوله او هرځای یې د امریکايي مصالحو مخالفین په همدي پلمه وټکول.
په ټوله نړۍ کې یې تر همدې نامه لاندې په ښکاره ډول امریکايي پوځي او استخباراتي مداخلې ته زمینه مساعده کړه.
د لومړي ځل لپاره په دې ایتلاف کې د وارسا د پکت پخواني غړی هیوادونه له امریکایانو سره ملګري او عملا یې خپل سرتیري د امریکا د پوځي ایتلاف په لیکو کې افغانستان ته را ولیږل.
د امریکایانو بل پیغام دا وه چې د افغانستان په ګاونډ کې یې موجود سمیز پوځي او اقتصادي رقابت د امریکا په ګټه پایته ورساوه او هغه په دې ډول چې د افغانستان په ګاونډ کې میشتو هیوادونو چین او روسېي هم د یرغل په پیل کې له امریکایانو سره همغږي وښودله او د استخباراتي مشارکت په پلمه یې له هغوي سره پوځي مرستې وکړي.
بالمقابل امریکایانو د خپل پروګرام مطابق هغوی ته په افغانستان کې د ځینو اقتصادي پروژو په ورکولو سره د پانګونې معین سهم ورکړ. چې یوه بیلګه یې چینایانو ته د مس عینک د استخراج پروژې ورکول دي چې تر اوسه پوري همداسې ناتمامه پاتې ده.
خو په مجموع کې دا هرڅه د امریکايي مصالحو په ګټه او د افغان ولس د مادي او معنوي مصالحو په خلاف سرته ورسیدل.

پر افغانستان د یرغل منفي اغیزې
تجاوز او یرغل لکه څرنګه چې یې له نوم څخه ښکاره دی یو نامشروع عمل او پر تيري کړل شوي هیواد یې اغیز هم منفي وي.
که څه هم چې امریکایانو خپل همدا وحشیانه یرغل د امنیت ټیګولو، قانون نافذولو او مخدره توکو کنټرولولو په مزینو نومونو باندې وپوښو ، خو هغه څه چې افغانانو په تیرو ۱۷ کلونو کې له هغوي څخه په عملي لحاظ ولیدل هغو ته یواځې د وحشت نوم ورکول کیدای شي فقط.
ځکه کوم جنایات چې امریکایانو تر همدې تیر ایستونکو نومونو لاندې تر سره کړل هغه ته په بشري قاموس کې له وحشت پرته بله مسمی نه پيدا کیږي.
مونږ غواړو دلته په مختصرډول په تیرو اوولسوکلونو کې د هغو جنایاتو تذکر وکړو چې امریکايي یرغلګرو د امنیت د ټینګښت ، قانوني حاکمیت او بیارغونې تر نامه لاتدې تر سره کړل.

د امنیت تأمینولو په برخه کې.
پر افغانستان د امریکاي یرغل تر ټولو لویه پلمه دلته د أمنیت ټینګول ،جګړه ختمول او ګډوډي له منځه وړل و.
اوس به راشو او خپله د امریکايي چارواکو په اعترافاتوکې به وګورو چې امریکایانو په دې برخه کې څه کړي ؟
په ۲۰۰۱ م کال کې چې کله د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش د صلیبي جګړې په اعلانولو پر افغانستان یرغل کاوه د یرغل د تبریر لپاره یې دلته یواځې د اسلامي امارت شتون او د هغوی له منځه وړل پلمه کول.
خو دلته تر ۱۷ کلونو اشغال ، وحشت او جګړې وروسته د امریکا اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې په خپله خوله د ۲۱ جنګي ډلو پر موجودیت اعتراف کوي.
چې البته په افغانستان کې د۲۱ جنګي ډلو شتون د امریکایانو هغه دروغجنه ادعاء ده چې فقط د خپل اشغال د غزولو لپاره یې کوي .
هو! دا واقعیت دي چې امریکايي اشغالګرو د خپلو لسګونو زرو صلیبي لښکرو ترڅنګ د افغانانو د ځورولو او د هغوی په هیواد کې بی ثباتي جوړولو لپاره د بلک واټر اجرتي جنګیالو یوه تر ټولو وحشي او بد نامه ډله داعش هم افغانستان ته راولیږله او همدا راز یې د افغانانو ترمنځ د ذات البیني اختلافاتو او دښمنیو را پارولو لپاره د اربکیانو، سنګوریانو، پاڅونوالو او نورو غیر مسؤلو جګړه مارانو ډلې را پیداکړي چې هغوي د افغانستان په بی ثباتي او نا امني کې تر امریکایانوزیات وحشت وکاراوه.
پر دې ټولو جنایاتو سربیره یې د ټرمپ ستراتیژي ترنامه لاندې له تیر یوه کال راهیسي پر ولسي افغانانو د عمدي بمباریو او شپنیو عملیاتو داسې وحشیانه څپه پیل کړي چې خپله د یوناما په اعتراف ورکې د ولسي خلګو مرګ ژوبله ۵۲ سلنه ورسره زیاته شوې ده.

د قانون د تنفیذ په برخه کې:
د امریکايي اشغالګرو د اشغال دوهمه پلمه دلته په اصطلاح د یوه قانوني حکومت ایجادول و، په دې برخه کې یې هم تر ۱۷ کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې داسې یو نظام پر افغانانو تحمیل کړ چې په اداري، قانوني، پوځي او سیاسي برخو کې لاندې ریکارډونه لري:
په اداري او مالي فساد کې په نړیواله کچه لومړی مقام.
د بشري حقونو په نقضولو کې په نړیواله کچه لومړی مقام
د ملي شتمنیو په غصب او غلا کولو کې لومړی مقام.
د بیلګې په توګه د روان هجري لمریز کال په پیل کې د خانه آزادی افغانستان” په نوم یوې تحقیقاتي ټولنې په افغانستان کې د قانون د حاکمیت په اړه په خپلې تر سره کړې سروي کې ولیکل چې په افغانستان کې د قانون تر ټولو لویه نقضونه خپله د دوه سري حکومت جوړول دي چې نه یې د افغانستان په اساسي قانون او نه یې په نورې نړۍ کې د حکومت جوړولو په مروجه قوانینو کې ساری لیدل کیږي.
دغه فاسد او د افغانستان د اساسي قانون خلاف نظام په نورو مفاسدو او عجائیو سربیره دا بیلګه هم لري چې مرستیال ولس مشر یې په یوه ۶۰ کلن بوډا باندې د جنسي تیري په تور د عدلي او قضايي مراجعو تر تعقیب لاندې دی.
بله ځانګړتیا یې داده چې د حاکمیت ټوله دوره یې د ولسمشر او مرستیالانو ترمنځ په شخړو او لانجو تیره او د حاکمیت په ټوله دوره کې یې شیندلې کابینه تکمیل نه شوه.

د مخدره توکو مخنیوي په برخه کې:
د امریکايي یرغلګرو د یرغل دریم دلیل په افغانستان کې د نشه يي توکو مخنیوی او له منځه وړل و، خو راځئ وګورو چې تر ۱۷ کلنې جګړې وروسته اوس په افغانستان کې د مخدره توکو د تولید او پراختیا کچه کوم حد ته رسیدلې؟
له نشه يي توکوسره د ملګرو ملتونو د مبارزې سازمان (UNODC) د ورکړل شویو معلوماتو پر اساس په افغانستان باندې تر امریکايي یرغل وړاندې په ټول هیواد کې یواځې پر ۱۸۵ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل کیدل چې هغه هم د مخالفینو تر کنټرول لاندې ساحې کې وه ، او د افغانانو په منځ کې پر هیرویینو د اعتیاد کچه بلکل د صفر په حساب وه.
خو پر افغانستان تر امریکايي یرغل یو کال وروسته د کوکنارو د کرل شوي ځمکې مساحت له ۱۸۵ هکتاره څخه ۳۲۸ زره هکتاره ځمکې ته لوړ او دم ګړۍ په افغانستان کې د معتادینو شمیر دری نیم ملیونو ته رسیدلی دی.
د تیر میلادي کال د دسمبر د میاشتې په ۲۱ نیټه د ملګرو ملتونو له نشه یې توکو سره د مبارزې سازمان راپور ورکړ چې په ۲۰۱۷ کال کې د نشه یي توکو تولید ۸۷ سلنه او کښت یې ۶۳سلنه لوړ شوی دی چې له مخې یې د تولید شویو نشه يي توکو پیمانه ۹۰۰۰ میټریک ټنو ته لوړه شوې ده.

د اداري فساد د ترویج په برخه کې.
په تیر ۲۰۱۷ میلادي کال کې د روڼتیا نړيوال سازمان په خپل کلني راپور کې واضح کړل چې افغانستان کې د شفافيت کچه د تېر کال په پرتله نوره هم خرابه شوې ده.
د یاد سازمان د راپور له مخي افغانستان تر سومالیا او شمالي کوریا وروسته د نړۍ په کچه دریم فاسد هیواد دی چې دولتي شتمني یې د فاسدو چارواکو په لاس لوټل کیږي .

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په په برخه کې
د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي چې غربیان یې په اړه ډیر ځان حساس ګڼي په افغانستان کې تر امریکايي غل وړاندې یې چانوم هم نه پیژاند ، خو د امریکايي اشغال په سیوري کې چې په هر څه کې یې خپل پام ټول د ښځو پر حقونو متمرکز کړی دی د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی ګراف هم د اداري فساد په څیر په نړیواله کچه لوړ مقام خپل کړی دی .
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د تیر کال د ارقامو له مخې په تیریوه کال کې له یاد کمیسیون سره د ښځو په ضد د تاوتریخوالي ۴۰۰۰ قضیې ثبت شوې دي.
پر دې سر بیره د بشري حقونو خپلواک کمیسون وايي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو ارقام له هرکاله بل کال ته مخ په لوړیدو وي.

د بیکاري او فقر زیاتوالی.
د افغانستان د مرکزي احصايې د ادارې د ترسره شوې وروستۍ سروې له مخې په تیر ۲۰۱۷ کال کې د فقر د کچې نسبت ۵۴.۵ ښودل شوی چې په همدې لحاظ په سلو کې ځلور پنځوس اعشاریه پنځه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
دغه سروې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۳۴۲ اداري واحدونو کې له ۱۵۵۶۸۰ کسانو سره د مرکو له لارې ترسره شوې، چې افغانستان ۶۷ فیصده خاوره په کې تر پوښښ لاندې راوستل شوې ده.
د افغانستان د مرکزي احصایې د ادارې مرستیال حسیب‌الله مؤحد وايي چې د یادې سروې پر بنسټ ۴۴ فیصده افغانان غذایي خوندیتوب نه لري او د بې‌کارۍ کچه هم دلته ۲۴ فیصدو ته رسیږي.

د بیسوادي کچه
د اشغال تر سیوري لاندې په نورو افتونو او مشکلاتو سربیره په افغانانو کې د بیسوادۍ کچه هم ډیره لوړه شوې ده .
د تیر میلادي کال د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو علمی، او فرهنګی بنسټ (یونیسکو) په خپل وروستي رپوټ کې خبر ورکړ چې په افغانستان کې یوولس میلیونه خلک د سواد له نعمته محروم دي.
یونسکو دا راپور د سپټمبر د میاشتې په اتمه د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت نشر کړ.
د افغانستان په دیرش میلونې ټولنې کې د دومره زیات شمیر کسانو له سواده محرومیت د افغانو د مستقبل لپاره یو بد خبر دی.

اجباري مهاجرت
له خپلو سیمو او کلیو څخه اجباري مهاجرت د امریکايي اشغال بل افت دی چې افغانان ځوروي.
په دې اړه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی دفتر په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې د هیواد په داخل کې د جګړو او نا امنیو له لاسه ۴۵۰ زره کسان په اجباري ډول د خپلو کورونو پریښودوته اړیستل شوي دي.
البته دا بيځایه شوي افغانان له هغو کډ والو بیل دي چې د نا امنیو له امله د هیواد پریښودو ته مجبور شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو سازمان یونیسار) ( UNSCEAR له هیواده تښتیدونکو افغانانو شمیر هم له څلورو تر څلورنیم لکه افغانانو پوري تخمین کړی چې د سختو ستونزو په قبلولو سره غواړي ځان اروپايي هیوادونو ته ورسوي، او ډیری یې خپل هدف ته تر رسیدو وړاندې له خپلو آرمانونو سره په سمندرونو کې ډوب شي .

د ایډز پراخوالی
پر نا امني ، اداري فساد ، فقر، بیکاري او اجباري مهاجرت سر بیره د ایډزمهلکه ناروغي بل هغه مصیبت دی چې د امریکايي اشغال له امله پر افغانانو نازل شوی دی.
دغه شرموونکې ناروغي د افغانستان غوندي په مذهبي ټولنه کې چا پیژندله هم نه ، دا خو بیله خبره ده چې یو مسلمان افغان دي په هغې مبتلاء شي .
خو د امریکايي اشغال له امله اوس د عامي روغتیا د رسمي ارقامو له مخې په افغانستان کې د دې وژونکې ناروغي ارقام تر ۹۰۰۰ ناروغانو زیات شوی دی.
د یاد وزارت صحي چارواکي په افغانستان کې د ایډز ناروغي سونامي بللې چې په ډیره چټکیا سره د افغانانو په منځ کې خپریږي.
ځکه دلته په نشه یې توکو د روږدو کسانو شمیر له حده زیات لوړ دی چې خواوشا دری نیم ملیون کسانو ته رسیږي. د هغوی په منځ کې پر نشه يي اعتیاد سربیره د ایډز ناروغي بل افت دی چې هغوی ورباندي اخته او د هرې ورځې په تیریدو سره د مبتلا کسانو شمیر ورسره زیاتیږي.

خلاصه
پورتني موارد هغه څه دي چې فقط د مشت نمونه یې خروار په ډول یې تذکر وشو، ځکه په دې اړه د تفصیلي وقائعو او ارقامو بیانول ډیروخت، ډیرو کتابونو او ډیرو لیکوالو ته اړتیا لري.
خلاصه ویلای شو چې په افغانستان د امریکایانو یرغل یواځي د افغانانو په ضد نه ، بلکې د بشریت په ضد یو نه بښونکی جنایت دی ؛ ځکه امریکایانو د دغه ظالمانه یرغل په ترڅ کې داسې جنایات تر سره کړل چې هغه په مجموع کې د سالم بشري فطرت خلاف دي .
د معاصرو امریکايي مجرمینو مثال د جاهلیت د عصر هغو مشرکینو ته ورته دی چې هغوی به ټول مفاسد د مصالحو په نوم تر سره کول.
په قرآن کریم کې د هغوی په اړه داسې ارشاد راغلی :
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ (۱۱) الا انهم هم المفسدون ولکن لا تشعرون( ۱۲) البقرة
په دې لیکنې کې له لاندې منابعو څخه استفاده شوې:
۱- https://www.tolonews.com
۲- https://www.dw.com
۳- https://www.pashtovoa.com
۴- https://mandegardaily.com
۵- https://ariananews.af
۶- http://khabarnama.net