د اکتوبر اوومه نيټه د افغانستان د تاريخ توره ورځ!

ليکوال: م. جميل باور د(۲۰۰۱ م) کال د سپتمبر په (۱۱ مه) نيته چې د امريکا پلازمينه واشنګټن ډي سي کې په سترو ودانيو د طيارو په مټ حملې وشوې، امريکا د خپلو ستراتيژيکو موخو د ترلاسه کولو لپاره په دې پلمه چې ګواکې د دې بريدونو عاملين د افغانستان خاوره کې دي، د همدې […]

ليکوال: م. جميل باور

د(۲۰۰۱ م) کال د سپتمبر په (۱۱ مه) نيته چې د امريکا پلازمينه واشنګټن ډي سي کې په سترو ودانيو د طيارو په مټ حملې وشوې، امريکا د خپلو ستراتيژيکو موخو د ترلاسه کولو لپاره په دې پلمه چې ګواکې د دې بريدونو عاملين د افغانستان خاوره کې دي، د همدې کال د اکتوبر پر اوومه نيټه پر افغانستان بريد پيل کړ.

که څه هم هغوی د دې وحشیانه یرغل لپاره ډېر لاملونه تراشلی وو، خو نن چې له هغې ورځې پوره ۱۷کاله تیریږي، لا هم د دوی له لوري پيل شوې جګړه هماغسې په شدت روانه ده، په ټول افغانستان کې د جګړو اور بل دی، هره ورځ په سلګونو بې ګناه افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، د حکومت واګې د غلو، غیر مسؤلو ټوپکوالو او غاصبینو په واک کې دي.

همدوی او ځينو نورو هيوادونو د خپلو ګټو د تحقق لپاره حکومت داسې بې کفايته کسانو ته سپارلی چې دوی یې په خپلو هیوادونو کې د یوې ورځې لپاره هم منلو ته تیار نه دي، چې پايله کې يې همدې فاسدو او بې صلاحیته چارواکو هيواد د پرمختګ او ترقۍ پرځای، د بحران پر لور روان کړی.

اقتصادي رکود او د کاري فرصتونو نه شتون تر دې کچې رسیدلی چې نژدې نیمایي هيوادوال د ژوند لومړنيو اسانتياوو ته هم لاس رسی نه لري.

وروستۍ سروې ګانې جوتوي چې افغانستان په نړیواله كچه لومړۍ درجه فاسد هيواد ، د مخدره موادو په تولید، د بشری حقونو په نقض، نا امني او ټولو بد مرغیو کې د نوملړ په سر کې ځای لري.

دا د تبليغاتي جګړې برخه نه، بلکې هغه څه دي چې په خپله د امریکایانو، نړۍ والې تولڼې او ځینو خپلواکو ټولنو له لوري شوې سروې ګانې يې په ګوته کوي. چې تر ټولو وروستۍ هغه يې د سيګار له لورې شوې سروې ده، چې د فساد ضد شعار زمزمه کوونکي اولسمشر ميرمنې ۲۸۰مليون ډالر اختلاس کړی.

امريکایانو له یرغل وړاندې هم همدا هدف لاره چې غله او بې کفايته خلک واک ته ورسوي، او د هغوی په لاس د افغانستان معادن لوټ کړي، چې همدا نن یې واشنګټن کې له يو شرکت سره د سروو زرو او مسو د استخراج دوه تړونونه، ښه بېلګه ده، او له د اسې بې کفایته ادارې څخه د ملي ګټو د خونديتوب هيڅ تمه نشي کيدای.

امريکايان د خپلو ستراتيژيکو او اقتصادي ګټو د پاللو په هدف دلته د جګړې او ګډوډۍ غځول غواړي، د سولې، بيا رغونې او پرمختګ ښايسته شعارونه يوازې د افغان ملت او نړۍ والو په سترګو کې د خاورو شيندل دي؛
خو یرغلګر باید له تاريخه زده کړي چې افغانستان د نړۍ د سپر پاور طاقتونو د ماتې تاريخي شاليد او تجربه لري.

امريکايان بايد دا درک کړي، چې که دوی هر څومره مادي او نظامي وسائل لري؛ خو يوه ورځ به خامخا،که خدای کول، د افغانانو په لاس د انګریزانو او روسانو په برخلیک اخته کیږي، ان شاء الله!

د اسلامي، ازاد او پرمختللي افغانستان په هيله