د میدان وردګو والي: ‏ولسونو ته خدمت زموږ ټولو اسلامي او ایماني مسئولیت دی

ولسونو ته خدمت زموږ ټولو اسلامي او ایماني مسئولیت دی، دغه څرګندونې د میدان وردګو والي حافظ محمد امین عمري د یاد ولایت د کډوالو چارو له نوي امر مفتي عبد الصمد سره په لیدنه کې وکړې. د یاد ولایت والي ښاغلي عمري د کډوالو چارو نوي امر ته په چارو کې د بریا هیله […]

ولسونو ته خدمت زموږ ټولو اسلامي او ایماني مسئولیت دی، دغه څرګندونې د میدان وردګو والي حافظ محمد امین عمري د یاد ولایت د کډوالو چارو له نوي امر مفتي عبد الصمد سره په لیدنه کې وکړې.

د یاد ولایت والي ښاغلي عمري د کډوالو چارو نوي امر ته په چارو کې د بریا هیله څرګنده کړه او هغه ‏ته یې د ولایتي ادارې له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ، نوموړ زیاته کړه: ”د ولسونو خدمت زموږ ټولو اسلامي او ایماني مسئولیت دی چې په کډه به د میدان وردګ ولایت ولسونو ته کار او خدمت کوو.“

د کډوالو چارو امر مفتي عبدالصمد په خپلو خبرو کې وویل: زه میدان وردګ ولایت ته د څوکۍ او امتیاز لپاره ‏نه بلکې د دغه ولایت د خلکو د خدمت لپاره راغلی یم، چې خپل مسئولیت به د ولایتي ادارې سره په مشوره او خپلو همکارانو سره پر همغږۍ تر سره کوم.

د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر.