کنړ کې د پوهنې مسئولینو د اشغال د خاتمې د تړون په ویاړ لویې پرتمينې غونډې جوړې کړې، انځوريز

د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې کمېسیون مسوولینو د کب یا حوت په ۱۱ مه او ۱۲ مه نېټه د کنړ ولایت اړوند د اسمار، سرکاڼو، مرورې او  نورو ولسوالیو په بیلا بیلو سيمو کې د اسلامي امارت او د امریکايي اشغالګرو تر منځ د اشغال د خاتمې د تړون د لمانځني په موخه […]

د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې کمېسیون مسوولینو د کب یا حوت په ۱۱ مه او ۱۲ مه نېټه د کنړ ولایت اړوند د اسمار، سرکاڼو، مرورې او  نورو ولسوالیو په بیلا بیلو سيمو کې د اسلامي امارت او د امریکايي اشغالګرو تر منځ د اشغال د خاتمې د تړون د لمانځني په موخه لویې غونډې جوړې کړې.

په یادو غونډو کې دیني عالمانو، قومي مخورو، سپین ږیرو، ځوانانو، مجاهدینو، د مدرسو او ښوونځیو زده کوونکو او ګڼ شمېر عامو هېوادوالو ګډون کړی وو.

په غونډو کې د علماء کرامو له لوري تقریرونه او د شاعرانو له خوا حماسي شعرونه  او ترانې د ازادۍ په ویاړ وویل شوې، ګډونوالو د اسلامي امارت په مشرۍ د یاد تړون د لاسلیک څخه د ملاتړ ترڅنګ د حوت (کب) لسمه د هېواد په معاصر تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه ورځ و بلله.

د غونډو په ترڅ کې د امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله د پیغام هغه برخه وړاندې کړای شوه چې د عمومي عفوې یادونه پکې شوې وه.

د غونډو په پای کې د تعلیم او تربیې د مرکزي کمېسیون د مشرتابه د مبارکۍ پیغام ولوستل شو او په دعاوو سره یادې غونډې پای ته ورسېدلې.

۳/۵/۲۰۲۰