نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په ټول هیواد کې د اشغال د پای ته رسیدو د تړوند د لاسلیک په ویاړ د خوښیو د غونډو په لړ کې په تېرو دريو ورځو کې د کاپیسا ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې هم په دې اړوند غونډې جوړې شوې. دغو غونډو کې د سیمې ګڼ شمیر علماء کرامو، د مدرسو او ښوونځیو […]
په ټول هیواد کې د اشغال د پای ته رسیدو د تړوند د لاسلیک په ویاړ د خوښیو د غونډو په لړ کې په تېرو دريو ورځو کې د کاپیسا ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې هم په دې اړوند غونډې جوړې شوې.
دغو غونډو کې د سیمې ګڼ شمیر علماء کرامو، د مدرسو او ښوونځیو استاذانو، قومي مخورو او په لوی شمېر سیمه يیزو ولسونو ګډون کړی وو.
وینا کوونکو د غونډو برخوالو ته د دغه ستر ویاړ په مبارکۍ ویلو برسېره په بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړې، د افغان ملت په ځانګړي ډول مجاهدینو فداکارۍ او قربانۍ یې وستایلې، دا تاریخي ویاړ یې د شهیدانو د پاکو وینو له برکته وباله او د دوی ارواګانو ته یې دعاوې وکړې.
په دغو غونډو کې د قرآنکریم د ختمونو تر څنګ د امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله او د ښوونې او روزنې او عالي تحصیلاتو د کمیسیون مقام د مبارکۍ پیغامونه ابلاغ شول.
۳-۶-۲۰۲۰
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.