پکتیا، د پوهنې د مسوولینو له لوري د اشغال د خاتمې د تړون په ویاړ غونډې او جشنونه ولمانځل شول

د هیواد د نورو ولایتونو په څېر د پکتیا ولایت په اړوند سیمو کې هم د اسلامي امارت قهرمانو مجاهدینو په قطر هیواد کې د اشغال د خاتمې د تړون د لاسلیک په مناسبت شاندارې غونډې ترسره کړې چې په کې علماء کرامو او قومي مخورو خپلو ګډونووالو ته په زړه پورې ویناوي وکړې، ليکوالانو […]

د هیواد د نورو ولایتونو په څېر د پکتیا ولایت په اړوند سیمو کې هم د اسلامي امارت قهرمانو مجاهدینو په قطر هیواد کې د اشغال د خاتمې د تړون د لاسلیک په مناسبت شاندارې غونډې ترسره کړې چې په کې علماء کرامو او قومي مخورو خپلو ګډونووالو ته په زړه پورې ویناوي وکړې، ليکوالانو  مقالې وويلې او شاعرانو شعرونه او انقلابي ترانې  واورولې.

په پکتیا ولایت کې یادې غونډې د اسلامي امارت د ښوونې او روزنې کمیسیون د مشرتابه د لارښونې پر بنسټ ترسره شوې.

د غونډو په ترڅ کې د امیر المؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله او د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د کمیسیون د مبارکیو پیغامونه هم ولوستل شول، چې په اوریدلو سره يې د ولسونو جذبې او احساسات را وپاریدل.

د غونډو په پای کې په راتلونکې کې د اسلامي امارت د بریاوو  لپاره دعاګانې وشوې او ولسونو کلکه ژمنه وکړه چې په هر حال به د اسلامي امارت له مجاهدینو سره اوږه په اوږه دریږو.

د پوهنې مسئولینو هم ګډونوالو ته زیری ورکړ چې مونږ به ستاسو بچیانو ته د هر ډول دیني او عصري زده کړو زمینه مساعدوو ترڅو ستاسو راتلونکی نسل د عصري زده کړو تر څنګ په دیني زده کړو هم سمبال وي چې په دې سره خپلې اسلامي ټولنې ته د دیني او دنیاوي خدمت جوګه وي.

۳/۴/۲۰۲۰ م