په هیواد کې د عالمانو، ژورنالستانو او سیاسي څيرو د هدفي وژنو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

څه موده کیږي چې د هیواد په بېلابيلو سیمو کې ځينې ديني عالمان، خبریالان او سیاسي څيرې په هدفي ډول وژل کیږي. اسلامي امارت هرځل دا ډول وژنې رد کړې، غندلې او هغه يې د هېواد په زیان کار بللی. اوس يوځل بیا هېوادوالو او نړیوالوته څرګندوي چې، یاد خلک په هيڅ ډول زموږ په […]

څه موده کیږي چې د هیواد په بېلابيلو سیمو کې ځينې ديني عالمان، خبریالان او سیاسي څيرې په هدفي ډول وژل کیږي.
اسلامي امارت هرځل دا ډول وژنې رد کړې، غندلې او هغه يې د هېواد په زیان کار بللی.

اوس يوځل بیا هېوادوالو او نړیوالوته څرګندوي چې، یاد خلک په هيڅ ډول زموږ په نظامي اهدافو کې شامل نه دي.
د اسلامي امارت مجاهدین یواځې هغه دښمن په نښه کوي چې زموږ سره جګړه کوي او زموږ په وړاندې په استخباراتي فعالیتونو بوخت دي.

له دې ما سوا د نورو خلکو وژل نه هدف دي او نه هم زموږ د هیواد او راتلونکي په ګټه دي.
اسلامي امارت د مبارزې له پیله معلوم اهداف لري او تل یې د خپلو کړنو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی. په تیرو دوو لسیزو کې اسلامي امارت کله هم په داسې غیر نظامي او بې دفاع اشخاصو بریدونه نه دي کړي. نو اوس هم د کابل ادارې ادعاء بې ځایه ده چې بې له کوم دلیله د دغسې بریدونو نسبت اسلامي امارت ته کوي.

اسلامي امارت په ټولو نړیوالو او هیواد والو غږ کوي، چې هغه عناصر او کړۍ وپېژني څوک چې په دې حساس پړاو کې داسې کړنو ته لاس اچوي تر څو اوبه خړې کړي او ماهیان پکې ونیسي.

زموږ په باور دا ډول بریدونه هغه څوک ترسره کوي چې په هیواد کې د سولې او اسلامي نظام له راتګ سره مخالفت لري، دوی هڅه کوي په دغسې بریدونو سره مجاهدین بدنام او د هیواد اشغال غزولو ته زمینه سازي وکړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۲/۵/۱۴۴۲هـ ق
۱۷/۱۰/۱۳۹۹هـ ش ــ 2021/1/6م