‏په میدان وردګ کې ۱۲۰ کسان د ظرفیت لوړونې له ۱۴ ورځني کورس څخه فارغ شول

د ظرفیت لوړونې په موخه جوړه شوې غونډه کې د میدان وردګ ولایت مرستیال والي شیخ شیراحمد حقاني له ښوونیز او روزنیز کورس څخه فارغ شویو کسانو څخه هیله وکړه هغه څه چې په دغه کورس کې درښودل شوي په خپلو ورځنیو چارو ‏او دندو پر مهال په پام کې ونیسي او د خلکو خدمت […]

د ظرفیت لوړونې په موخه جوړه شوې غونډه کې د میدان وردګ ولایت مرستیال والي شیخ شیراحمد حقاني له ښوونیز او روزنیز کورس څخه فارغ شویو کسانو څخه هیله وکړه هغه څه چې په دغه کورس کې درښودل شوي په خپلو ورځنیو چارو ‏او دندو پر مهال په پام کې ونیسي او د خلکو خدمت وکړي، نوموړي دا ډول کورسونه خورا اړین او اغیزمن وګڼل د ښوونیزو او روزنیزو ادارو له مسؤلینو یې وغوښتل چې د نظامي او ملکي ادارو پرسونل لپاره د نورو کورسونو او سمینارونو زمینه برابره کړي.

دغه راز ښاغلي حقاني له یاد کورس څخه فارغ شویو ‏کسانو ته لارښوونه وکړه خپلو دندو او مسؤلیتونو ته ځانګړی پام وکړي او په دوی یې له ولسونو او مراجعینو سره نېک چلند کولو ته هم وهڅول.

په ورته وخت کې د ولایت امنیه قوماندان، د لوا انتقالاتو او دښتې توپ روزنیز مرکز مسؤلینو په خپلو ویناو کې وویل: اسلامي امارت د هېواد د ټولو وګړو کډ ‏کور دی په دغه کور کې پرته له قومي، ژبني او سمتي تعصب ولسونو ته خدمات ترسره کیږي، دوی د ښوونیزو کورسونو او سمینارونو په ډېروالي ټینګار وکړ او نویو فارغ شویو کسانو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې.

په دغه ۱۴ ورځني کورس کې د امنیه قوماندانۍ اړوند ۱۲۰ کسانو ته د ادارو د جوړښت، د جنایي ‏جرمونو پر وړاندې د مبارزې، د دیني او فرهنګي ارزښتونو د ساتلو په برخو کې د مسلکي ښوونکو او دیني علماؤ له لوري زده کړې ور کړل شوې وې او د غونډې په پای کې له یاد کورس څخه فارغ شویو کسانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر