په مذاکراتو کې د ښه نیت له امله، د کابل ادارې ۲۲ تنه عسکر له زندان څخه آزاد کړل شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین له فرمان سره سم، نن ورځ د هلمند په ولایت کې د کابل ادارې ۲۲ تنه عسکر چې په بیلابیلو و ختونو کې په جګړو کې نیول شوي وو، د بین الافغاني مذاکراتو د پيل او ښه نیت له امله د اسلامي امارت له زندانونو څخه ازاد شول. یاد بندیان د اسلامي […]

د عالیقدر امیرالمؤمنین له فرمان سره سم، نن ورځ د هلمند په ولایت کې د کابل ادارې ۲۲ تنه عسکر چې په بیلابیلو و ختونو کې په جګړو کې نیول شوي وو، د بین الافغاني مذاکراتو د پيل او ښه نیت له امله د اسلامي امارت له زندانونو څخه ازاد شول.
یاد بندیان د اسلامي امارت د بندیانو کمیسیون د مسئولینو لخوا د هلمند په ولایت کې آزاد شول، چې د لباس او کرايي په ورکولو سره به خپلو کورنیو ته واستول شي.
اسلامي امارت هڅه کوي چې د بین الافغاني مذاکراتو د جریان د تسریع او په یاد جریان کې د اعتماد او باور فضا د ایجادولو په موخه داسې ګامونه واخیستل شي چې یاده پروسه خپلې مطلوبې نتیجې ته ورسوي او په افغانستان کې د بشپړ اسلامي نظام د حاکمیت او د تل لپاره د جګړې د اختتام سبب وګرځي. ان شاءالله
له مقابل جهت څخه هم هیله کیږي چې ورته ګامونه واخلي او له فرصتونو څخه سالمه او ښه استفاده وکړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۴/۱/۱۴۴۲هـ ق
۲۲/۶/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/9/12م