په تیر ۲۰۱۶م کال کې د دښمن تلفات  (ارقام خبرې کوي)

۲۰۱۶م کال پای ته ورسید، په دغه موده کې په افغانستان کې د اسلامي امارت مجاهدینو دبهرنیو اشغالګرو او دهغو د کورنیو مزدوران په وړاندې ښه په متانت اومیړانه جهاد ته ادامه ورکړه، سیمې يې ترې ونیولې، ولسوالۍ يې آزادې کړي،  ولایتونه يې محاصره کړل، د دښمن په مخ يې لویې لارې وتړلې او بیا […]

۲۰۱۶م کال پای ته ورسید، په دغه موده کې په افغانستان کې د اسلامي امارت مجاهدینو دبهرنیو اشغالګرو او دهغو د کورنیو مزدوران په وړاندې ښه په متانت اومیړانه جهاد ته ادامه ورکړه، سیمې يې ترې ونیولې، ولسوالۍ يې آزادې کړي،  ولایتونه يې محاصره کړل، د دښمن په مخ يې لویې لارې وتړلې او بیا بیا یې د دښمن په مهمو هستو بریدونه ترسره کړل چې دښمن ته يې خورا درانه تلفات درلودل.

په تیر کال کې مجاهدینو هم تلفات درلودل؛ خو د مجاهدینو تلفات د دښمن په پرتله شپږسلنه و یعني د دښمن د هرو سلوتنو وژل شویو په مقابل کې شپږ تنه مجاهدین په شهادت رسیدلي یا زخمیان شوي دي.

مجاهدینو ځکه کم تلفات درلودل چې دښمن دتیښتې او مجاهدین یې د تعقیب په حالت کي وو، له روحي پلوه دښمن ځپل شوی وو، د جګړې په میدان کې يې وارخطايي ډيره وه، دخلکو همکاري ورسره نه وه، بلخوا مجاهدين د جهاد په عالي روحيه جنګیدل، په کمو کسانو يې ډير لوی قوت ته ماتې ورکوله، په فدايي او نفوذي بریدونو سره يې دښمن ته سخته صدمه رسوله، د ایماني قوت څخه برخمنو مجاهدينو سره د الله تعالی نصرت ملګری وو.

په لاندې راپور کې موږ  په تیر کال کې دروان جهاد بریدونه، د دښمن تلفات او ځينې نور معلومات  وړاندې کوو، چې په خورا دقیق ډول د کره معلوماتو په اساس راټول او محاسبه شوي دي.

۱ــ په تیر ۲۰۱۶ م کال کې د مجاهدینو لخوا پردښمن ټول ټال  (۹۱۵۳) لوی او واړه بریدونه ترسره شوي دي.

۲ــ  په بریدونو کې ۳۲ بریدونه فدايي عملیات وو.

۳ــ د بریدونو په جریان کې په تیر کال کې (۲۶۶) بهرني اشغالګر وژل شوي او (۱۳۵) نورټپيان دي.

۴ــ داچې دکابل ادارې عسکر، پولیس او استخباراتي کسان د امریکايانو ترمخ د سپر په ډول استعمالیدل او مجاهدینو ته په هر ډګر کې په جګړه کې دوی رامخکې کیدل نو ځکه له ټولو ډير دوی له درنو تلفاتو سره مخ شوي، چې د تیر کال په جریان کې (۱۷۵۳۹) عسکر، پولیس، استخباراتي کارکونکي او اربکیان وژل شوي، (۱۱۲۷۲) نور ټپيان شوي دي.

۵ ــ په دومره موده کې د دښمن ویجاړ شوي وسائط (شوبلې او رینجرموټر) تر (۳۴۲۷) عرادو پورې رسیږي.

۶ــ په تیر کال کې په ټول هیواد کې د دښمن ۲۸ چورلکې او طیارې رانسکورې شوي دي چې (۱۴) يې چورلکې، (۱۰) يې بې پیلوټه الوتکې، (۲) اف ۱۶ الوتکې او (۲) نورې غټې بار بري نظامي الوتکي په کې شاملې دي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۸/۳/۲۹هـ ق

۱۳۹۵/۱۰/۹هـ ش ـــ 2016/12/29م