نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تیره ورځ د کابل ادارې مشر اشرف غني د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتنه وکړه چې د اسلامي امارت په مشرانو باندې ظالمانه بندیزونه دې پرخپل ځای پاتې شي او له هغو څخه د فشار د وسیلې په ډول استفاده وشي. اسلامي امارت په ځلونو واضحه کړې چې د کابل ادارې مشران د […]
تیره ورځ د کابل ادارې مشر اشرف غني د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتنه وکړه چې د اسلامي امارت په مشرانو باندې ظالمانه بندیزونه دې پرخپل ځای پاتې شي او له هغو څخه د فشار د وسیلې په ډول استفاده وشي.
اسلامي امارت په ځلونو واضحه کړې چې د کابل ادارې مشران د سولې اراده او نیت نه لري، تراوسه پورې هم چې په دې برخه کې څه پرمختګونه شوي هغه د بهرنیو جهتونو د فشار نتیجه وه.
د سولې د پروسې په دې حساس وخت کې د اشرف غني له دغو بې مسئولیته غوښتنو څخه څرګندیږي چې هغوی لا هم غواړي د سولې په وړاندې خنډونه ایجاد کړي، پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي او د سولې او مذاکراتو د روح پرخلاف دریځ ونیسي.
دا د سولې په وړاندې تنها د اشرف غني کینه ګره اراده نه څرګندوي؛ بلکې له دې څخه وړاندې د کابل ادارې مرستیالانو او نورو متعددو مسئولینو د مذاکراتو د روانې پروسې د سپوتاژ هڅې کړي او د پرمختګونو په وړاندې يې د کورنیو او بهرنیو موانعو د ایجاد کوښښونه کړي دي.
اسلامي امارت دغه راز اظهارات او غوښتنې غندي، هغه د جګړې د دوام او د سولې د پروسې په وړاندې عُقدوې چلند بولي.
د امنیت شورا په ګډون ټوله نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې روان حالات دقیق تر غور لاندې ولري، د مشهورو مفسدینو په خبره د دوحې د مهم تړون پرخلاف موانع ایجاد نه کړي؛ بلکې برعکس باید کوښښ وشي چې د سولې د تخریبوونکو او د خپل اقتدار د غځوونکو مخه ونیسي ترڅو د دوحې توافقنامه څنګه چې ښایي عملی شي، دا هم د افغانانو، هم د امریکا او هم د نړیوالې ټولنې په ګټه ده.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۶/۴/۱۴۴۲هـ ق
۱/۹/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/11/21م
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.