د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ د علماء کرامواو مجاهدینو د تسلیت او بیعت پیغام

د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالي ګڼ شمیر جیدو علماؤ کرامو، عامو مجاهدینود ولسوالۍ مسؤلینو مولوي عبدالله توحیدي،مولوي صلاح الدین ایوبي، مولوي رفیع الله، مولوي عبیدالله، ملا عبدالصمد،عبدالقادر او یاسین د اسلامي امارت د مؤسس مرحوم عالیقدر امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات له امله دنوموړي درنې کورنۍ،دمشرتابه مقام او ټول اسلامي […]

د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالي ګڼ شمیر جیدو علماؤ کرامو، عامو مجاهدینود ولسوالۍ مسؤلینو مولوي عبدالله توحیدي،مولوي صلاح الدین ایوبي، مولوي رفیع الله، مولوي عبیدالله، ملا عبدالصمد،عبدالقادر او یاسین د اسلامي امارت د مؤسس مرحوم عالیقدر امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات له امله دنوموړي درنې کورنۍ،دمشرتابه مقام او ټول اسلامي امت ته د تسلیت او تعزیت اعلی مراتب وړاندي کړل، او له امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله سره یې خپل بیعت اعلان کړ،ټولو ژمنه وکړه چې له محترم منصور صاحب سره به د شریعت په چوکاټ د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پوري په یسر او عسر کې ملګري یو او اطاعت به یې کوو.

یادو مسولینو په ټولو مجاهدینو ږغ وکړ چې د اتحاد او یووالي مزي محکم وساتي او په دې نازکو حالاتو کې باید ددښمن ټولو دسیسو او حربو ته متوجه وي، چې د بې ځایه اختلاف او بې اتفاقۍ ښکار نه شي.