د محمود غزنوي (رحمه الله) له پوځي روزنتون څخه (۲۵۰) تنه مجاهدین له اختصاصي او مسلکي زده کړو فارغ او جهاد لیکو ته جذب شول.

د افغانستان د اسلامي امارت د نظامي چارو کمېسيون د معسکراتو د ادارې له اړوند محمود غزنوي پوځي روزنتون څخه دوه نیم سوه (۲۵۰) تنه مجاهدين په فکري، عسکري، او تخنیکي برخو کې تربیه او په مختلفو جګړیزو وړتیاوو سمبال شول. دغه فارغ شوي مجاهدین چې لوړې نظامي زده کړې يې ترلاسه کړې د جګړې […]

د افغانستان د اسلامي امارت د نظامي چارو کمېسيون د معسکراتو د ادارې له اړوند محمود غزنوي پوځي روزنتون څخه دوه نیم سوه (۲۵۰) تنه مجاهدين په فکري، عسکري، او تخنیکي برخو کې تربیه او په مختلفو جګړیزو وړتیاوو سمبال شول.
دغه فارغ شوي مجاهدین چې لوړې نظامي زده کړې يې ترلاسه کړې د جګړې په لومړیو لیکو کې جذب شول.
دغو مجاهدينو په محمود غزنوي (رحمه الله) پوځي روزنتون کې د دوه میاشتني روزنیزې دورې په ترڅ کې د اسلامي عقيدې، حنفي فقهې، نبوي سيرت، دعوت، استخباراتو، د نړیوالې نقشې، درنو او سپکو وسلو، نایټ ویژن او لیزري دوربینونو، جګړیزو تکتیکونو، عسکري حرکتونو او په نورو برخو کې زده کړې تر لاسه کړې.
فارغ شوي مجاهدين د باتجربه او مسلکي استادانو له خوا د شپنیو او ورځنیو چاپو، نفوذي، تصفیوي، ځانګړو او تعرضي عملیاتو په برخو کې هم عملی زده کړې وکړې.
ټولو فارغ شوو مجاهدینو د اسلام، اسلامي امارت او خپلې خاورې څخه د دفاع لوړه ترسره کړه، او د خپلې خاورې د غلیمانو د ځپلو او شړلو په هدف د اتلوالو بریدونو د ترسره کولو لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د فولادي پوځي جهادي ځواک ستر سپه سالار عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله)، رهبري شورا، او د نظامي چارو د عالي کمېسیون امر ته په ډیره بې صبری انتظار باسي.