د دايکنډي ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې یوه ستره غونډه ترسره شوه

د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمېسیون مسوولیو پرون ورځ د دايکنډي ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې ستره غونډه جوړه کړې وه چې پکې ګڼ شمېر علماء کرامو، د ولسوالۍ نظامي او ملکي مسوولینو، عامو مجاهدینو او تر یو نيم زر زیاتو ولسي وګړو ګډون کړی وو. غونډه د قاري محمد نسيم په خواږه […]

د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمېسیون مسوولیو پرون ورځ د دايکنډي ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې ستره غونډه جوړه کړې وه چې پکې ګڼ شمېر علماء کرامو، د ولسوالۍ نظامي او ملکي مسوولینو، عامو مجاهدینو او تر یو نيم زر زیاتو ولسي وګړو ګډون کړی وو.

غونډه د قاري محمد نسيم په خواږه غږ د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه چې وروسته څو تنو محترمو علماء کرامو مولوي عبدالباقي، مولوي محمد حنيف، مولوي محب الله، مولوي عبدالمالک، مولوي منتقم او داسې نورو علماوو ویناوې وکړې.

غونډه کې د اسلامي امارت د بریا او نورو اړوند موضوعاتو باندې خبرې وشوې.

دغونډې په پای کې غالب اخندزاده صاحب  د ګډونوالو او راغلیو حاضرینو شکریه ادا کړه او ورپسې  د مولوي عبدالحلیم چې د فقهي مجالسو اداري مسؤل دی په دعا سره یاده غونډه پای ته ورسېده.

۲-۳-۲۰۲۰