نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د بلخ ولایت د يوولسو ولسوالیو په ګڼو سیمو کې د کب یا حوت لسمه نېټه چې د اشغال د پای ته رسیدو د تړون ورځ وه، په شاندارو مراسمو، په پراخو غونډو او لاریونونو ولمانځل شوه. په غونډو کې چې د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د سیمه ییزو مسئولینو په زیار او […]
د بلخ ولایت د يوولسو ولسوالیو په ګڼو سیمو کې د کب یا حوت لسمه نېټه چې د اشغال د پای ته رسیدو د تړون ورځ وه، په شاندارو مراسمو، په پراخو غونډو او لاریونونو ولمانځل شوه.
په غونډو کې چې د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د سیمه ییزو مسئولینو په زیار او سرپرستۍ جوړې شوې وې، جیدو علماء کرامو د جهاد او نورو اړوند مسائلو په اړه هر اړخیزه ویناوې وکړې او شاعرانو د حماسي شعرونو په ویلو سره د ولسونو جذبات راوپارول.
غونډو ته راغلیو سلګونو علماء کرامو، قومي مخورو، مجاهدینو او عامو مسلمانانو له اسلامي امارت نه خپل ملاتړ اعلان کړ.
په دې غونډو کې د امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله او د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د کمیسیون د مشرتابه پیغامونه ولوستل شول چې د ولسونو د توجه وړ وګرځېدل .
۴-۳-۲۰۲۰
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.