د ایران هېواد ته د اسلامي امارت تللي هیئت د هغه هیواد د ملي امنیت د عالي شورا له رئيس علي شامخاني سره وکتل

نن له غرمې مخکې د افغانسان اسلامي امارت لوړپوړې هیئت چې د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر رئیس محترم ملا برادر اخند په مشري يې د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر کړی وو، د هغه هېواد د ملي امنیت د عالي شورا له رئيس ښاغلي علي شامخاني او یو شمیر نورو […]

نن له غرمې مخکې د افغانسان اسلامي امارت لوړپوړې هیئت چې د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر رئیس محترم ملا برادر اخند په مشري يې د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر کړی وو، د هغه هېواد د ملي امنیت د عالي شورا له رئيس ښاغلي علي شامخاني او یو شمیر نورو لوړ پوړو ایراني چارواکو سره لیدنه وکړه.

په دغه ناسته کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پولې اړوند مسائلو، د افغان تجارانو او مسافرو د تګ راتګ په اړه، همدا راز په هغه هیواد کې د افغان مهاجرو د ستونزو او ورسره د دواړو هیوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو د پیاوړتیا په سربحث او د نظر تبادله وشوه.

د واړو لوریو د بین الافغاني مذاکراتو او په افغانستان او سیمه کې د دایمي سولې او امنیت په اهمیت او لارو چارو هم بحث او خبرې وکړې.

د اسلامي امارت هیئت به په هغه هیواد کې له یوشمیر نورو لوړرتبه ایراني چارواکو سره هم لیدنې کتنې ولري او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوامداره ښو اړیکو د تأمین په اړه به لازم ګامونه واخیستل شي.

ډاکټرمحمدنعیم د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند

۱۴/۶/۱۴۴۲هـ ق

۸/۱۱/۱۳۹۹هـ ش ــ 2021/1/27م