ترکیه کې خونړۍ چاودنې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده

نړیوالې خبري سرچینې وایي، چې د ترکیې په استانبول ښار اړوند استقلال کوڅه کې چاودنه شوې چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې ده، د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې خورا خونړۍ چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور بیا ټپیان شوي دي. له سیمې څخه یو شمېر سرچینې وایي، د چاودنې […]

نړیوالې خبري سرچینې وایي، چې د ترکیې په استانبول ښار اړوند استقلال کوڅه کې چاودنه شوې چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې ده، د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې خورا خونړۍ چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور بیا ټپیان شوي دي.

له سیمې څخه یو شمېر سرچینې وایي، د چاودنې ځای ته ګڼ شمېر امنیتي کسان او امبولانسونه رسېدلي دي او امنیتي کسان ټپي شوي کسان روغتونونو ته انتقالوي، ویل کیږي چې استقلال کوڅه یو له ګڼ مېشتې سیمې څخه شمېرل کیږي له همدې کبله ښایي د مرګ ژوبلې کچه څو برابره لوړه شي.

د وروستیو تر لاسه شویو معلوماتو له مخې په یاده چاودنه کې ۶ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۵۳ تنه ټپیان شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جي ۲۰ سرمشریزه کې د ګډون په موخه اندونیزیا ته تر روانېدو د مخه یاد برید غندلې او ویلي یې دي، چې عاملین به یې نیسي او د قانون منګولو ته به یې سپاري، ویل کیږي چې دغه برید د یوې مېرمنې لخوا تر سره شوی دی.