بدخشان، د پوهنې مسئولینو د امریکایي ښکېلاکګرو د وتلو د تړون اړوند لویې غونډې وکړې، انځوريز

د اسلامي امارت د پوهنې مسئوولینو د بدخشان ولایت د کیشم، راغستان،  وردوج، جرم او  نورو ولسوالیو په بیلابیلو سيمو کې د امریکایي اشغالګرو د وتلو د تړون په اړه سترې غونډې ترسره کړې. غونډې له تیرو دریو ورځو راهیسې د سیمې په مدرسو، ښوونځیو او جوماتونو کې ترسره شوې چې دیني عالمانو، قومي مخورو، […]

د اسلامي امارت د پوهنې مسئوولینو د بدخشان ولایت د کیشم، راغستان،  وردوج، جرم او  نورو ولسوالیو په بیلابیلو سيمو کې د امریکایي اشغالګرو د وتلو د تړون په اړه سترې غونډې ترسره کړې.

غونډې له تیرو دریو ورځو راهیسې د سیمې په مدرسو، ښوونځیو او جوماتونو کې ترسره شوې چې دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو، مجاهدینو، د مدرسو او ښوونځیو زده کوونکو او ګڼ شمېر عامو هېوادوالو پکې   برخه واخیسته، په غونډو کې علماوو تقریرونه وکړل،  شاعرانو حماسي شعرونه او د ازادۍ په ویاړ ترانې او مقالې وويلې.

د غونډو برخه والو د اسلامي امارت په مشرۍ د یاد تړون د لاسلیک څخه د ملاتړ ترڅنګ د حوت (کب) لسمه د هېواد په ویاړمن تاریخ کې یوه د ویاړ څخه ډکه ورځ و بلله.

په غونډو کې د امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله او همدارنګه د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د کمېسیون د مبارکۍ پیغامونه ولوستل شول.

یادې غونډې د پوهنې د مسئولینو له لورې جوړې شوې وې چې د تعلیمي ادارو د مسئولینو او عام ولس له لوري ښې بدرګه او وستایل شوې.

ولسي وګړو د اسلامي امارت د سر ښندنو او بې سارې قربانیو ستاینه وکړه او مجاهدین یې د هېواد اصلي بچیان یاد کړل او زیاته یې کړه چې همدغه د اسلامي امارت مجاهدین وو چې افغان ولس ته یې لوی افتخارات ور په برخه کړل.

د یادونې وړ ده چې دې غونډو ته د بدخشان ولایت نظامي او ملکي ټول مسئولین راغلي وو او ګڼ شمېر نظامي مجاهدینو چې په خپلو نظامي وسائلو سمبال وو پوځي مارشونه وکړل.

۳/۵/۲۰۲۰ م