نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د امریکا انډیانا ایالت په یوه پلورنځي وسله وال برید تر سره شوی چې له کبله یې درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي. د انډیپنډنټ د راپور پر اساس، برید کوونکی کس د یوه ښاري اوسېدونکي له لوري په متقابلو ډزو کې وژل شوی […]
د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د امریکا انډیانا ایالت په یوه پلورنځي وسله وال برید تر سره شوی چې له کبله یې درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د انډیپنډنټ د راپور پر اساس، برید کوونکی کس د یوه ښاري اوسېدونکي له لوري په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی، راپور زیاتوي چې تر یاد برید وروسته، امنیتي کسان د پېښې ځای ته رسېدلي او هلته یې یو مشکوک بېګ هم تر لاسه کړی دی.
باخبره سرچینې وایي، برید کوونکي د انډیانا ایالت اړوند ګرین ووډ سیمه کې په یوې مغازې کې پر شته وګړو د خپل توپک شپېلۍ را اړولې او ۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د امریکا متحده ایالاتو اړوند امنیتي کسانو ویلي، چې د پېښې له امله درې تنه مړه او درې تنه نور ټپیان دي، خو پولیسو تر اوسه د برید کوونکي هویت نه دی په ډاګه کړی، البته! د برید په اړه پلټنې روانې دي.
هېره دې نه وي چې امریکا کې هر کال په ورته بریدونو کې کابو ۴۰ زره کسان خپل ژوند د لاسه ورکوي، شنونکي وایي، چې امریکا کې په ازاده توګه د وسلو ګرځول او پلورل ددې بدبختیو ستر لامل شوی دی.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.