د امارت او ولس ترمنځ نه شلېدونکی تړون

 د ورځي خبره : اسلامي امارت هغه اسلامي- ملي جوړښت  او خوځښت دی چي د ولس له منځ څخه راپورته شوی دی،ولس ته یې د هر اړخیزي انارشۍ څخه نجات ورکړی،قاتلان،لوټماران،د خاورې،ارزښتونو او نوامیسو پلورونکي یې مجازات کړي او شړلي دي. د اسلامي امارت مجاهدینو دخپل مظلوم ولس دعزت،ویني او مال دحفاظت په موخه راز […]

 د ورځي خبره :

اسلامي امارت هغه اسلامي- ملي جوړښت  او خوځښت دی چي د ولس له منځ څخه راپورته شوی دی،ولس ته یې د هر اړخیزي انارشۍ څخه نجات ورکړی،قاتلان،لوټماران،د خاورې،ارزښتونو او نوامیسو پلورونکي یې مجازات کړي او شړلي دي.

د اسلامي امارت مجاهدینو دخپل مظلوم ولس دعزت،ویني او مال دحفاظت په موخه راز راز تکلیفونه،زخمونه او اسارتونه وزغمل او په دې لار کې شهیدان شول،خو دولس او ملي منافعو پرسر سودا او معاملې ته چمتو نه شول.

همدا راز افغان مجاهد ولس اسلامي امارت ته خپله غیږ پرانیستې ده،د غربت او مشکلاتو څخه ډک ژوند کي یې له مجاهدینو سره هر اړخیزه همکاري کړې، مجاهدین یې په خپل کور کي په خپلو امکاناتو ساتلي،پاللي او د شپې او ورځي یې دخپلو مجاهدینو نه هېریدونکي خدمتونه ترسره کړي دي.

یرغلګرو او کابل رژیم له مجاهدینو سره د همکارۍ په جرم افغان ولس په مختلفو شکلونو ځورولی او له سختو ستونزو سره مخا مخ کړی دی،کورونه یې ور ویجاړ کړي،دوکانونه او شتمنۍ یې ور چورکړي،باغونه او فصلونه یې ور خراب کړی،ښځي او ماشومان یې ور شهیدان کړي،بوډاګان او ځوانان یې بندي کړي او په شهادت رسولي،دخوښۍ او غم پر محفلونویې  خروار خروار بمونه اورولي چي له امله یې په یوه یوه حمله کي په سلهاوو تنه شهیدان شوي او ژوبل شوي دي،په ارزګان،کندهار،کونړ،هلمند،بالابلوک،عزیز اباد،شینډنډ،هسکه مېنه،غازي اباد،برکي برک،پکتیکا،پکتیا، کندوز  او….کي خونړۍ پیښي یې دمشت نمونه ای خروار په توګه یاده ولای شو.

افغان ولس د پور ته ذکر شوو ستونزو او کړاونو اوداشغالګرو او لاسپوڅي رژیم د وحشتونو او تهدیدونو سره سره دمجاهدینو له ملاتړ څخه نه یوازي داچي لاس نه دی اخیستی،بلکي لا ډیر یې ځاني او مالي جهاد ته لومړیتوب ورکړی،په مختلفو وختونو او بیلابیلو ځایونو کي یې  له مجاهدینو سره اوږه په اوږه دخپلو نوامیسو،ارزښتونو څخه ددفاع سنګرونه تاوده ساتلي دي.

دښمن د زور،زر او تزویر له لاري ډيره هڅه وکړه او لا هم بوخت دی چي د امارت او ولس ترمنځ درز ایجاد کړي،یو پربل یې بې باوره کړي او بیا له دې ښکیلاکي فارمول څخه( بېل یې کړه،اېل یې کړه) په ګټه اخیستنه افغانستان کي خپل ناروا تسلط ټینګ او دوامداره کړي.

د امارت او ولس ترمنځ د بې اعتمادۍ رامنځته کولو په موخه دښمن له هیڅ راز وحشت او دسیسې څخه مخ نه دی اړولی،حتی ډير ځله داسي موارد تثبیت شوي چي یرغلګرو په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه په بازارونو او لویو لارو کي انفجارونه کړي او د مزدورو رسنیو له لاري یې د پړې ګوته مجاهدینو ته نیولې ده.

اسلامي امارت ددښمن نیرنګونو ته ځیر دی،د دښمن تخریبي پلانونه به خنثی کوي او د دښمن دغه ارمان به چي ولس پر مجاهدینو بې باوره کړي له خاورو سره خاوري کړي. اسلامي امارت ژمن دی  چې دولس د عزت، سر او مال  دحفاظت  او هر اړخیزې سوکالۍ په موخه به خپلې هڅې نورې هم پراخې او ګړندۍ کړي.