امریکایان دې له تیرو۱۷ کلونوعبرت واخلي !!!

برابر۱۷ کاله وړاندي داکتوبرپه ۷ نیټه مستکبري امریکادخپلوپوچواوبې اساسه پلموپه اساس په افغانستان یرغل راوړدافغانانوملي خپلواکی اوحریت یې یرغمل کړ ، ددیني اقدارو په ځپلو، توهین اودمظلوموافغانانوپه قتل عام ، ربړولواوځورولویې پیل وکړ اوهرهغه افغان یې دترهګرپه نوم خپل دښمن اوتربریدلاندي ونیوه چې امریکايي غلامی منلوته یې غاړه کږه اوتسلیم نکړه دتیرو۱۷ کلونوپه اوږدوکې به […]

برابر۱۷ کاله وړاندي داکتوبرپه ۷ نیټه مستکبري امریکادخپلوپوچواوبې اساسه پلموپه اساس په افغانستان یرغل راوړدافغانانوملي خپلواکی اوحریت یې یرغمل کړ ، ددیني اقدارو په ځپلو، توهین اودمظلوموافغانانوپه قتل عام ، ربړولواوځورولویې پیل وکړ اوهرهغه افغان یې دترهګرپه نوم خپل دښمن اوتربریدلاندي ونیوه چې امریکايي غلامی منلوته یې غاړه کږه اوتسلیم نکړه

دتیرو۱۷ کلونوپه اوږدوکې به داسې ورځ نه وي بیګاه او سباشوې چې داسلام اوبشریت دښمنانو( امریکایانواوغلامانو) یې دمظلوموافغانانوله قتل عام ، بمبارولو،نیولواوکړولو څخه یوساعت اوڅولحظي هم مخ اړولي وي

ذلیلوامریکایانودخپلې ناولي ټکنالوژي ټول تمرینات په بې وزلوافغانانوترسره کړل ، نیمه اتومي بمونه یې پرې وورول ، زهریله وسلي یې ورباندي وکارولي دبې باون په ګډون هر راز جنګي قاتلي الوتکي اوچورلکي یې دهغوئ په خلاف استعمال کړي

دیوې احصايي له مخې دتیرو۱۷ کلونوپه موده کې امریکایانواودهغوي اجرتي ملیشودهوايي بمباریو، ډرون بریدونو، چاپواونوروحشتونوپه نتیجه کې څلورلکه بې دفاع افغانان شهیدان کړي لس لکه یې ژوبل اودوه میلونه یې په مختلفوزندانونوکې شکنجه اوپه کلونوکلونوله ځان سره وساتل اودغه توره لړۍ لا روانه ده .

امریکایانودتیرو۱۷ کلونوپه موده کې دجارډبلیوبوش له دوري اودهغه دمختلفوشرارتونواووحشي ستراتیژیو څخه رانیولي بیادبارک اوباما له دوو مستبدودورواودټرامپ تررواني ناترسي واکمنۍ اوډول ډول ستراتیژانوپوري دمتعال رب جل جلاله په نصرت اودافغان ننګیالي ولس په میړانه دامریکادغه یومغرورواکمن هم په دې ونتوانیده چې دامریکايي یرغل په مقابل کې روان مقدس مقاومت اوسپیڅلي جهاددیوه ساعت لپاره هم خاموشه اوبې حوصلي کړي

برعکس الله پاک دمجاهدینوپه توره اوهمت کې دومره استقامت اوپیاوړتیاولوروله چې بوش په دې ارمان اوجملوویلودقدرت له ګدی څخه لیري اوله سپیني ماڼی څخه ووت چې ( په افغانستان مې یرغل وکړاو دطالبانو نظام مې ړنګ کړ خوامریکايي عسکروهیڅکله په افغانستان کې دارام ساه وانخیستله اوهره ورځ ګڼ شمیر امریکايي عسکرپه افغانستان کې مرګ ژوبله ویني )

باراک اوباما بیا دپنتاګون دجنرالانوورستی ناستي ته په ویناکې اعتراف وکړچې امریکا له ټول زوراوجبرسره سره په دې ونتوانیده چې ( طالبان ) مات اویاکمزوري کړي

ټرامپ که څه هم دافغان وژني مهلک پلان اوسرتمبه ستراتیژي اعلان اوپه پیلولویې شروع وکړه ؛ خولله الحمد دهغه کبراوغرورهم دطالب دتوري بریښ خم اوزیروزبرکړ اوډیرژریې هغوسیاسي لاروچاروته پناه وروړه چې په څه ډول له افغانستان څخه پښي سپکې اوامریکاله تاریخي اوتلپاتي نابودی څخه وژغوري .

اسلامي امارت په داسې حال کې چې داکتوبر۷ نیټه پرګران هیوادافغانستان دامریکايي یرغل اوتجاوز په نتیجه کې له غمونو، ناورینونواوتباهیوډکه ورځ بولي عاملین اوګوډاګیان یې مختوري ، شرمیدلي اورسواغواړي ، کلک باور لري چې هغه شیبي سختي نیږدي دي چې افغانان به لکه دپیرنګي اوشوروي لښکروپه څیر له امریکايي طاغوت څخه هم دګران هیوادد نجات اوخلاصون زیری واوري اودتیښتي ورځ به یې په خوښیو اوویاړونونمانځي ( وماذالک علی الله بعزیز )