‏یوناما: د هرات زلزله ځپلو ته د رسیدنې او د مهاجرینو برخه کې د ا. ا. ا هڅې د ستایلو وړ دي

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۶ د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر نن د یوناما د سیاسي برخې له مشر ښاغلي سکاټ سميت سره وکتل. په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د سیاسي برخې مشر سکاټ سمیټ له افغانانو سره د […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۶
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر نن د یوناما د سیاسي برخې له مشر ښاغلي سکاټ سميت سره وکتل.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د سیاسي برخې مشر سکاټ سمیټ له افغانانو سره د ملګرو ملتونو پر بشري مرستو ټینګار وکړ او وې ویل، په افغانستان کې طبیعي پېښو په ځانکړي ډول د هرات زلزلې او د کډوالو راستنېدو ته په کتو، ډېرو بشري مرستو ته اړتیا ده.
نوموړي وویل، دغو پېښو پر افغانانو منفي اغېز کړی او د مرستو اړتیا یې ډېره کړې ده. هغه زیاته کړه، د ملګرو ملتونو په نوښت به په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شي چې اسلامي امارت به یې مهمه برخه وي.
ښاغلي سمېت همدارنګه، د اسلامي امارت لخوا د کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو له لوري د اسلامي امارت هڅې وستایلې.
نوموړي وویل، یوناما د کډوالو او راستنېدونکو کورنیو حالت له نږدې څاري او په دې برخه کې یې د مرستو یادونه وکړه.
د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر په هېواد کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ د فعال حضور او همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه، د ژمي په راتګ سره دې ملګري ملتونه له افغانانو سره د بشري مرستو لړۍ پراخه او دوامداره کړي.
نوموړي همدارنګه وویل، اسلامي امارت د لویو پروژو په پلي کولو سره غواړي د بېکارۍ او فقر کچه راټیټه کړي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو او نړیوالۍ ټولنې مرستو ته اړتیا لیدل کیږي.
محترم ذاکر زیاته کړه ملګري ملتونه دې د اسلامي امارت پر وړاندې شته محدودیتونه او خنډونه له منځه یوسي، همکاریو او مثبت تعامل ته دې لومړیتوب ورکړل شي.