کندهار: د معروف – ارغستان ٥٠ کیلومتره سړک د اساسي رغونې کار پیل شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) د ټولګټو وزارت له لوري، د کندهار ولایت د معروف – ارغستان ولسوالیو سړک د اساسي رغونې کار؛ د دغه وزارت د حقوقي سلا کار مولوي آغا جان صاحب، د کندهار د ټولګټو رئیس الحاج ملا عبد الهادي یعقوب، د وزارت د ویاند مولوي حمید الله مصباح او د سیمې د […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) د ټولګټو وزارت له لوري، د کندهار ولایت د معروف – ارغستان ولسوالیو سړک د اساسي رغونې کار؛ د دغه وزارت د حقوقي سلا کار مولوي آغا جان صاحب، د کندهار د ټولګټو رئیس الحاج ملا عبد الهادي یعقوب، د وزارت د ویاند مولوي حمید الله مصباح او د سیمې د یو شمېر قومي مخورو په شتون کې پیل شو.

دا سړک، د معروف او ارغستان ولسوالیو تر منځ د ۵۰ کیلومترو په اوږدوالي سره غځېدلی، چې اوس مهال یې د جوړلو کار د ټولګټو وزارت او له دوو خصوصي ودانیزو شرکتونو (یونیورسل او ZKB) سره قرارداد شوی او د ټولګټو وزارت لخو تمویلیږي.

د یاد سړک د جوړېدو پرمهال به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د کار له بشپړېدو سره به یې د معروف او ارغستان ولسوالیو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هواري او له کندهار ښار سره به ونښلي.