ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې کړې

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۱۷ د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ؛ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتې غونډې ته چې د روان لمریز کال د کب میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، […]

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۱۷

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ؛ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتې غونډې ته چې د روان لمریز کال د کب میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د پنځو پروژو قراردادونه لغوه او د یوې پروژې قرارداد بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شو.
په منظور شوو پروژو کې د غزني ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون د پاتې ساختماني چارو بشپړول، د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو پاتې چارې تکمیلېدل، د کابل ښار د یوشمېر داخلي سړکونو بیارغونه، د کمال خان بند د درېیمې برخې پاتې چارو بشپړول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.