ملابرادر اخند: د ایران له حکومت او خصوصي سکټور سره مو په مختلفو برخو کې تفاهمنامې لاسلیک کړې

الامارة: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۷ د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړى امارتي پلاوى د ايران اسلامي جمهوريت ته له خپل شپږ ورځني سفر وروسته نن د جمعې ورځ د روان لمريز کال د عقرب میاشتې په ۱۹مه نېټه بېرته کابل ته راستون شو. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په کابل […]

الامارة: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۷
د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړى امارتي پلاوى د ايران اسلامي جمهوريت ته له خپل شپږ ورځني سفر وروسته نن د جمعې ورځ د روان لمريز کال د عقرب میاشتې په ۱۹مه نېټه بېرته کابل ته راستون شو.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په کابل نړیوال هوايي ډګر کې خبري کنفرانس ته د خپلو خبرو پر مهال وویل: «ایران ته مو د خپل سفر پر مهال له لوړپوړو ایراني مسوولینو سره وکتل او پر هغه سربېره مو له چابهار بندر او یوشمېر صنعتي او تولیدي فابریکو څخه هم لیدنه وکړه.
زموږ د سفر موخه دا وه څو بهرنیو هېوادونو ته د افغاني توکو د صادراتو او وارداتو د رسولو اسانه او ارزانه لار پيدا کړو چې په دې سره به د افغانستان سوداګري زیاته شي.» محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، د دغه سفر پر مهال مو د ایران له حکومت او خصوصي سکټور سره د سوداګرۍ، صنعت، ترانزیټ، کرنې، کانونو، نفت او ګازو، سرحدي مسایلو، روغتیا، ترانسپورټ، اوسپنې پټلۍ او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې یو شمېر تفاهمنامې لاسلیک کړې.
د محترم ملا صاحب په خبره، دا د دواړو هېوادونو لپاره په صنعت او سوداګرۍ کې لویه لاسته راوړنه ده. د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ایران ته تللي پلاوي د دغو تفاهمنامو د تعقیب په موخه له دواړو لوریو کاري ټیمونه او یوه میاشت ضرب الاجل وټاکل.
د دغه سفر پر مهال د ایران د چابهار بندر مسوولینو افغان پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان سر له اوسه کولای شي له چابهار بندر څخه د سوداګرۍ، صادراتو، وارداتو او ترانزیټ په موخه عملاً استفاده پيل کړي.