فراه بالابلوک اوپشترودکې دګوډاګیانو۴ټانګونه۵ موټرویجاړدقومندان په شمول۶۸تنه مړه اوژوبل شول

دفراه ولایت له مرکز نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه تازه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې : هغه جګړه چې ۲ ورځي وړاندي دعزم عملیاتوپه لړکې دبالابلوک ولسوالۍ اړوند دشیوان ، کنج اباد اوکراني په سیموکې له هغه ګوډاګي کوماندویي او دمزدوري اردو له عسکرو اوپولیسو سره ونښته چې یوځل یې بیاد مجاهدینوله لوري دیادي […]

دفراه ولایت له مرکز نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه تازه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې : هغه جګړه چې ۲ ورځي وړاندي دعزم عملیاتوپه لړکې دبالابلوک ولسوالۍ اړوند دشیوان ، کنج اباد اوکراني په سیموکې له هغه ګوډاګي کوماندویي او دمزدوري اردو له عسکرو اوپولیسو سره ونښته چې یوځل یې بیاد مجاهدینوله لوري دیادي ولسوالۍ دمحاصره شوي مرکز دخلاصولولپاره په ګڼ شمېرکې دعملیاتوپه موخه راووتل بیګاه ماسخوتن ۸ بجې ددښمن په درنو تلفاتو اوتېښته پای ته ورسیده
خبرزیاتوي : پرون سهاریاده  جګړه دهمدي ولایت مرکز دسورشور  او شمالګاه  اوهمداراز د پشترود ولسوالۍ ځینوبرخوته هم وغزیده
په دې اوږدمهاله جګړه کې د قومندان سلطان په شمول ۳۲ تنه عسکر اوپولیس ځای پرځای قتل او ۳۶ تنه نوریې ژوبل شوي  او ۳ټانکونه یوسراچه موټر او ۴ رینجرموټریې په بشپړه توګه ویجاړشوي اویوبل ټانګ یې له ولجه کیدو وروسته سوځول شوی دی
ددښمن ۳ جلسې ټوپکونه ، یوه توپنګچه  اوګڼ شمېر نور مهمات دزغرو په شمول مجاهدینو غنیمت کړي
په دې جګړه کې داسلامي امارت ۵ تنه مجاهدین هم سرسرکي زخمیان شوي دي
دیادوني ده چې دعزم عملیاتوپه لړکې له تېرو لسو ورځو راهیسي دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتوکې په دښمن باندي دبریدونوپه مهال دښمن ته دسراومال درانه تلفات اوښتي چې له امله یې مورال بایللی دښمن دسختې وارخطایي په حالت کې قرارلري له همدې امله ګوډاګیان دخپل شوم عادت له مخې دملکي خلکو په کورونوپه بې دریغه توګه هاوانونه ولي چې ګڼ شمېرکورونه یې وران کړي  او ۷ تنه ملکي وګړي پکې زخمیان شوي دي
2015/5/5