شوراب، د چا په آه کې لمبه شو؟

حبیب مجاهد  له سهاره راهیسې په هلمند کې د امریکایانو او داخلي ځواکونو په تر ټولو ستره پوځي اډه بریدونه روان دي. رسنۍ درګرده له شوراب څخه د خارجي او داخلي عسکرو د تلفاتو راپورونه ورکوي. شوراب چې په هلمند کې د اشغالګرو تر ټولو مهمه اومشهوره اډه ده یو ځل بیا د خبرونو سرټکی […]

حبیب مجاهد 

له سهاره راهیسې په هلمند کې د امریکایانو او داخلي ځواکونو په تر ټولو ستره پوځي اډه بریدونه روان دي. رسنۍ درګرده له شوراب څخه د خارجي او داخلي عسکرو د تلفاتو راپورونه ورکوي. شوراب چې په هلمند کې د اشغالګرو تر ټولو مهمه اومشهوره اډه ده یو ځل بیا د خبرونو سرټکی دی. خو نن داسې ښکاري لکه د شوراب بخت چې سرچپه شوی وي. هغه شوراب چې هره شیبه به ترې بمبارګرې الوتکې پورته کیدلې او د افغانستان کلي به یې بمبارول. هغه شوراب چې هره شپه به د چاپه مارو کمانډویانو ډلګۍ ترې وتلې، په نیمه شپه به یې د افغان ولس په کورونو داړې اچولې، خلک به یې وژل، کورونه به یې نړول، مساجد او مدارس به یې توهینول او له هیڅ ستم او قساوت څخه یې دریغ نه کاوه. نن هماغه شوراب د فدایي غازیانو د رسا وارونو تر اور لاندې دی. 

هوکې، نن د اولس د خټینو کوډلو په ځای د شوراب له پخو بلاکونو د اور لوخړې پورته کیږي. نن د مظلومانو په ځای د ظالم پر ځاله اور بل دی. نن د بې وسه ولس د کړیکو او فریاد په ځای د ظالمو قاتلانو بوغارې اورو چې د فدایي غازیانو تر انتقامي ګوزارونو لاندې د مرګ وروستۍ لغتې وهي.

شوراب لمبه شو، شوراب وسوځېد، شوراب د هغو بې وسه افغانانو په آه کې لمبه شوه، چې هره شپه یې  په کورونو شوراب میشتې قاتلان چاپې وهي. شوراب د ګرمسیر د هغو ماشومانو آزار وواهه چې له شورابه را الوتې ډرون الوتکو یې په نیمه شپه کورونه بمبار او د خپلو میندو له تودو غیږو یې د هدیرې خاورو ته ولیږل. شوراب د هغو مظلومانو له فریاده اور واخیست چې په دې دنیا له متعال رب تعالی پرته بل هیڅ فریادرس نلري. هیڅوک یې غم ته د غم په سترګه نه ګوري. د بشر د حقوقو د هیڅ مدعي زړه پرې نه دردیږي، هغه مظلوم اولس چې هره شپه بمباریږي، مالونه یې لوټيږي، کورونه یې ورانیږي، د ماشومانو او تورسرو چیغې یې د آسمان له کنګرو سره لګیږي. خو د ځمکې بې رحمه انسانان یې په زار ځپلي حالت ړانده او کاڼه دي. هیڅوک یې فریاد نه اوري، د وخت حاکمان یې په خوله پورې خاندي، د عقب ماندګۍ او بدویت پیغورونه ورکوي او تر همدې پيغور لاندې یې قتل عام مشروع بولي.

خو دغه شوراب ځپلی او بګرام وژلی مظلوم اولس که په دې دنیا بل هیڅوک نلري، نو الله تعالی خو لري. هغه متعال او قادر خدای چې د یوه بې ګناه انسان وژنه ورته د ټولې هستۍ تر تباهۍ هم درنه ده. که د ځپل شویو مظلومانو چیغې رسنیو نه اوریدې نو متعال رب خو اوریدې. دا دی بالاخره د سنګین، ګرمسیر، موسی کلا او د هیواد په ګوټ ګوټ کې د بې وسه کلیوالو فریاد واوریدل شو. الله تعالی د طالب غازیانو په لاس د اولس له قاتلانو انتقام واخیست.

تر اوسه په شوراب کې د وژل شویو چاپه مارو قاتلانو د تلفاتو بشپړ جزیات نه دي په ډاګه شوي، امریکا پلوې رسنۍ د پنځوس شاوخوا ګډو ځواکونو د وژل کیدو او ډيرو نورو د ټپي کیدو خبر ورکوي. شوراب لا هم تر بریدونو لاندې دی. لا هم د خپلو هغو ظالمانو کړنو سزا ویني چې په تیرو څو میاشتو کې یې د هیواد په جنوب کې د ظلم، قتل او غارت لوبه توده ساتلې او هره شپه غمیزې زیږوي.

د شوراب برید له ځان سره ډير درسونه لري، یو لوی درس یې د شوراب میشتو قاتلانو لپاره دی، هغه دا چې هیڅ عمل بې پاداشه نه پاته کیږي او نه د الهي عدالت له پنجې څخه خلاصون ممکن دی.