د کابينې اتلسمه غونډه؛ د کابل- لوګر لويې لارې پاتې چارې بشپړيږي

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۲۳ د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اتلسمه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «شعبان المعظم ۲۲مه/ کب ۱۴مه» ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې. دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، په کې ټولګټو چارو وزارت ته دنده وسپارل […]

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۲۳
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اتلسمه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «شعبان المعظم ۲۲مه/ کب ۱۴مه» ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، په کې ټولګټو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د راتلونکي کال د وري میاشتې په لومړیو کې دې له پل محمود خان څخه تر چهاراسياب پورې د کابل- لوګر لویې لارې د سرک جوړولو چارې پیل کړي او پاتې کارونه دې بشپړ کړي.
همدا راز په غونډه کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له لوري چمتو شوې د نیالګیو کینولو لس کلنه طرحه تائيد شوه چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري به د اړوندو ادارو په همکارۍ عملي کيږي.
د کابينې په دې غونډه کې امنيتي کميسيون ته دنده وسپارل شوه چې د ټولو هغو قاچاقبرانو چې د مخدره موادو په قاچاق کې ښکېل دي؛ د فعاليت ځايونو او ممنوعه موادو د کشف په اړه پرېکنده اقدامات ترسره کړي.
په دې ناسته کې امارتي ادارې له امارتي شرکتونو سره د منبع واحد له لوري په قرارداد کولو مکلفې وګڼل شوې او پرېکړه وشوه چې په ټولو هغو مواردو کې چې دا شرکتونه يې ترسره کولی شي؛ ورته لومړيتوب ورکړل شي.
د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده